نړۍ

دالجزائیر په فوځي اکاډمي کي سرښندونکي برید ترسره شو

Algeria_Police_AFP_543x275(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۸)الجزائر: دالجزائر ددفاع وزیر له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي دهیواد په لویدیځ کی یوه فوځي اکاډمي کي دسرښندونکي برید له کبله اوه کسه وژل اوڅه دپاسه ۳۰ نورژوبل شوی دي.

له بله لوری بیا په سیمه کي د مرکزي روغتون مسئولینو خبرورکړی چي په سرښندونکي برید کي ۱۸ کسه وژل شوی دي، عیني شاهدان وایی کیدای دوژل شوی کسانو په اړه دروغتون خبر سم وي ځکه فوځي چارواکو له چاودنی څخه سمدستي وروسته خبرخپورکړ، اوداسي خبرونه شته چي ځیني ژوبل کسانو و روغتونونو ته پرلاره سا ورکړی ده

برید دالجزائر له پلازمیني څخه ۱۰۰ کیلومټره لویدیځ ته ماښام مهال له روژه ماتولو څخه لس دقیقی وروسته رامنځ ته شوی وو، چارواکی وایی سرښندونکي په داسي وخت کي برید ترسره کړ چي ټول فوځي چارواکي دروژه ماتولو لپاره یوه ځآی ته سره راټول شوی ول.

دروژي په میاشت کي همیشه دوسلوالو اسلامي ډلو وسلوال کسان کوښښ کوي دخپل دښمن په مقابل ډیرعملیات ترسره کړی اونوموړي دروژي میاشت ددښمنانو په مقابل کي داسلامي جهاد اوجنګ لپاره یوه مناسبه میاشت بولي، له دي کبله په الجزائر کي دروژي دمیاشتي له پیله څخه بیا تراوسه پوری اسلامي وسلوالو ډلوله لوري  دحکومت په وړاندي بریدونوکي زیاتوالي راغلی  دي.

دالجزائر حکومت په هیوادکي دډیرو بریدونو پړه دشمالي افریقي پرالقاعده ډله باندي وراچوي په خاصه توګه داسلامي مغریب دالقاعدي ډله.

بخت الرحمن بخت …………………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x