افغانستان

اولیانوف: امریکا په افغانستان کې هر اړخیزه ماته خوړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۰ل): په نړیوالو ټولنو کې د روسیې استازی میخایل اولیانوف وايي، امریکا په افغانستان کې له پوځي، سیاسي او بشري اړخه په بشپړه توګه ماته شوې ده.

نوموړي دا څرګندونې د یو ټویټ له لارې کړي او د امریکا لخوا یې د افغانستان د مالي شتمنیو په کنګل کولو تونده نیوکه کړې ده.

نوموړي ویلي، افغانستان په تیرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټو د یرغل او ناسم سیاست له کبله له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

اولیانوف وايي، د افغانستان په اړوند د امریکا تګلاره د شدیدو اشتباهاتو ښکار وه، ځکه یې په سیاسي، پوځي او بشري لحاظ هلته بشپړه ماته وخوړله  او هیڅ داسې هڅه ونه شوه چې له دغې ماتې څخه پند واخیستل شي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې هم د روسیې، چین، پاکستان او ازبکستان په ګډون ګڼو هېوادونو په افغانستان د اقتصادي بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې چې د امریکا لخوا د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کولو له کبله افغان سوداګر او عام خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په سلګونو زره حکومتي مامورین او اجیران د معاشاتو د نه ترلاسه کولو په وجه ستونزمن حالت سره لاس او ګریوان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ښاغلی اوليانوف، چې تېر شي هغه هېر شي. خپله هر اړخيزه ماتې لکه چې مو هېره شوه. همدا اوس تاسې او چين + پاکستان د طالبانو شا ته ولاړ نه ياست؟ همدا پاکستان او چين ول چې د همدې نړيوالې ټولنې له امريکا و ناټو سره ستاسې پر وړاندې ولاړ نه ول؟ ايا تاسې د شهيد محمد داوود خان په هکله ستره تېروتنه ونه کړه چې مو راوپرځولو. ولې؟ ايا د برېژنيف او د هغه ترمينځ چې ستونزه راولاړه شوه په دې ارزېده چې تاسې يې پر وړاندې دواړه د خلق ديموکراتيګ ګوند پورې اړوند ډلې سره راټولې او کودتا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx