افغانستان

هغه نجلۍ چې د حوزې په آمر يې تور پورې کړی وايي، چې غوښتل یې په دغه ویدیو خارج ته ولاړه شي – اعترافي ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت د هغې نجلۍ د اعتراف ویدیو خپره کړې ده چې څو ورځې وړاندې يې  د کابل د یوې حوزې آمر باندې تور پورې کړ چې ګواکې نوموړي هغه ځکه وهلې ده چې دې یې د جنسي اړیکو غوښتنه رد کړه.

په دغه ویدیو کې یاده نجلۍ د کورنیو چارو وزارت مستنطقې ته خپل شهرت بیانوي او وايي چې مېړه یې وهلې وه، خو د وسیمې په نوم یوې نجلۍ چې کله د دې د وهلو نښې ولیدې، دا یې تحریک کړه چې یوه ویدیو جوړه کړي او د مېړه پر ځای د کابل د یوولسمې حوزې منسوبین تورن کړي.

دغه نجلۍ په خپل اعتراف کې وايي چې یادې ښځې ورته وویل چې دا به دا ویدیو محض یو کس ته لیږي څو ورته په خارج کې کیس جوړ کړي.

نوموړې زیاتوي چې «هغې داسې نه وو ورته ویلي چې دا به په فیسبوکونو کې نشروي او ټولې دنیا ته به یې رسوي.»

یاده نجلۍ وايي چې «کومې ادعاوې مې په ویدیو کې کړې وې هغه ټولې باطلې دي او محض د هغې انجلۍ په غوښتنه مې کړې وې څو په خارج کې راته کیس جوړ کړي، نور امارت اسلامي رارسره هیڅ ډول بدرفتاري نه ده کړې.»

هغه اعتراف کوي  چې حاضره په نظارت خانه کې ده، امنیتي ځواکونو ورسره ښه رویه کړې ده او په خپلو کړنو پښيمانه ده.

د یادونې وړ ده چې یادې نجلۍ تېره ورځ یوه ویدیو نشر کړې وه او په کې ادعا يې کړې وه چې د یوولسمې حوزې آمر او منسوبینو له دې کبله وهلې ټکولې ده چې دې يې د جنسي غوښتنه رد کړې ده.

په دغه ویدیو کې نوموړې ژاړي او وروسته خپله ملا او پښې هم ښيي چې ښکاري نوموړې وهل شوې ټکول شوې ده.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره د نوي نظام پر خلاف تبلیغ خورا په توندۍ روان دی او ډیر کله اشخاص په بهر کې د مهاجرت د قضیو د جوړولو لپاره جعل ویدیوګانې او راپورونه جوړوي.

تر دې وړاندې پر ټویټر ځينو ژورنالستانو او فعالانو د ماه جبین په نوم د والیبال د یوې لوبغاړې د قتل راپور نشر کړ او ادعا يې وکړه چې طالبان وژلې ده. خو کله چې نن ټکی اسیا په دې اړه څېړنې وکړې نو ويې موندله چې ‎ماه جبین د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو لس ورځې وړاندې ځان وژلی دی.

د خیرخانې د نجلۍ ویدیو او د ماه جبین د قتل قتل قضیه د نوي حکومت خلاف  د جعلي راپورونو دوه کوچني مثالونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

دا ښه خبره ده چې له بېځايه تور لګولو څخه ډډه وشي. دا هر لوري ته بده ده. فقر، کورنۍ ستونزې (کورنی ناباندېوالی) او همداسې نورې ډېرې اجتماعي ستونزې درواخله چې ختمي يو عامل (سبب) لري چې ريښه به يې انفرادي او يا اجتماعي وي. سياسي تبليغاتي اړخ يې هم همداسې درواخله. خو دا هم د پوښتنې وړ ده چې دغه منښته (اقرار) يو طرفه دی چې د اوسنۍ واکمنې ادارې له لورې د هغې له خولې خپريږي او نورو نړيوالو رسنيو څه نه دي ويلي. خدای دې وکړي چې ځورول شوې نه وي. همداسې د جينۍ له خوښې پرته… نور لوستل »

ورک ځاځی

توبه. الله سبحان وتعالى دى ټول مسلمانان د دى حالت نه وساتى.

طوطی

اوس به یی په امن خونه ښه کار جوړ شی. الله دی مونږه له داسی بی شرمی وساتی.

محمد عمر

څوک چي په امارت د دروغو بهتانونه لګوي اللّٰه دي په دنيا او آخرت کې شرمنده او ذلیل کړي. آمين يارب العالمين.

خوګياڼي

کوم مقاومت چې د روسیې او امریکا لخوا د شورا نظار سقاوي او شمالي ټلوالې لنډغرو په واسطه او مرسته جوړ او لا تراوسه د تش پروپاګند په ډول استعماليږى د هرې بې حيا ېې ځنې کار اخلي. چې ښکاره بيلګه يې همدا بي حيا ويډيو ده. بل دا چې همدا لنډغر چي په افغانستان کې بلکل ريښې نه لري شپه او ورځ د رسنیو، يوټيوب او فيسبوک د لارې د افغانستان او افغانانو سره خپل تعصب، دښمنى او منافقت څرګندوى. بل دا چې که په افغانستان کې هر څوک د بل د ګټو لپاره خپل ګران هیواد افغانستان ورانوی،… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x