افغانستان

بهرنیو چارو وزیر: افغان سفارت کمپلیکس کې دې هغه ودانیو تیارولو ته لومړیتوب ورکول شي، چې اړتیا یې زیاته وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوي په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت نوې ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال ویلي دي چې اداري دفتر، قونسلي څانګو او داسې نورو اداراتو چې اړتیا یې زیاته وي باید لومړیتوب ورکړل شي.

د افغان سفارت کمپلیکس په نوم دغه پروژه د اسلام آباد په دیپلوماتیک انکلیو سیمه کې موقعیت لري. د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره ۴ کاله وړاندې ايښودل شوې وه.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د نوې ودانۍ د جوړیدو قرارداد یوې چینايي شرکت ته ورکړل شوی دی او د سفارت ودانۍ به په ۱۴ جریبه ځمکه کې د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړه شي او تر اوسه یې شاوخوا ۶۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

د سفارت څخه د لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو وزیر د سفارت په صحن کې یو نیالګی هم نهال کړی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې افغانستان تر دې دمه په اسلام اباد کې خپل ودانۍ نلري، او نه یې دیپلوماتان خپل کورونه لري خو د نوې ودانۍ په تکمیل سره به د افغان سفارت دا اړتیا پوره شي او دا به د افغانستان خصوصاً د بهرنیو چارو وزارت لپاره لویه اقتصادي او کاري لاسته راوړنه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx