افغانستان

ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت ریکارډ کچه غورځېدلی؛ نن یو ډالر په ۹۵ افغانۍ تبادله کېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د امریکايي ډالرو مقابل کې د افغانۍ ارزښت نن د یکشنبې په ورځ نیږدې درې افغانۍ نور غورځېدلی دی او نن یو ډالر په ۹۵ افغانۍ تبادله کېده.

په کابل کې د صرافانو لوی مرکز سرای شهزاده نن د افغانیو د ارزښت د غورځېدو راپور ورکولو چې د بازار د خلاصېدو سره یې ارزښت ۹۲ افغانۍ خو د ورځې تر پایه ۹۵ افغانۍ ته وغورځېد.

دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالر مقابل کې خپل ارزښت تر دغه بایلي.

ورته مهال کې کلدارې هم د ډالرو مقابل کې په ریکارډ کچه ارزښت غورځېدلی دی. نن د ورځې تر پایه د پاکستان په بانکونو کې ۱۷۵.۷۰ کلدارې تبادله کیدل خو په ازاد بازار کې بیا د یو ډالر نرخ تر ۱۸۴ تبادله کېده.

د افغانیو د ارزښت غورځېدو سره د اولیه موادو نرخونو د لوړیدو اندېښنه هم شته دی، ځکه اکثریت اولیه مواد له نورو هیوادونو په ډالرو اخیستل کیږي.

د افغانیو ارزښت په داسې حال کې غورځېږي چې امریکا د افغانستان بانک شاوخوا لس میلیارده ډالر اسعاري زیرمې کنګل کړي دي.

د افغانستان بانک د دې لپاره چې افغانیو ارزښت د نورو اسعارو مقابل کې وساتي له بانکونو د ډالرو په ویستلو محدودیتونه وضع کړي دي.

حاضره د انفرادي حسابونو درلودونکي کولای شي چې په میاشت کې ۱۲۰۰ ډالر او شرکتونو حسابونو تر ۲۵زره ډلرو پورې له بانکونو راوباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
۲۴ میلیون افغانان د سختی لوګی سره مخامخ دی.او طالیبان یی هیڅ د حل په لاره نه پوهیږی،ښه خبره دا ده چه طالیبان بیرته مدرسه ته ستانه شی،حکومت کول د طالیب کار نه دی

طوطی

کار اهل کار ته نه سپارل، بی انصافی او بی عدالتی دا ټول هغه ناوړه کارونه دی چی ډیر زر به سبب د دی شی چی دا یو څو بانکونه چی شته دا به هم وتړل شی. ځینی حکومتی مشران قصدآ غواړی خلک د غربت او غریبی خواته سوق شی او یو وار بیا د پنجابیانو محتاجه شی. دا ویره هم شته چی ډیر زر به یو وار بیا د افغانیو پر ځای پاکستانی کلداری رایج شی او د ملک ټولی اقتصادی چاری به د نا اهله حکومت په چتون کی پنجابیانو ته حواله شی. کاش چی طالب د پوهانو… نور لوستل »

طوطی

آیا پوهیږی چی ډالر چا د افغانیو په مقابل کی پورته کړ. د پاکستان ټولی هڅی او کوښښ دا دی چی افغانستان ضعیفه اردو ولری، کار اهل کار ته ونه سپارل شی، افغانستان د پنجاب لپاره یو مصرفی مارکیټ جوړ شی، افغانستان د خپل تجارت لپاره تجارتی لاره جوړه کړی، دیورند کرښی ته سرحد وویل شی، د اوبو د مهارول څوک خبری ونکړی… چی همدا اوس یی ګورو چی ځینو طالب مشرانو د پنجابیانو فرمایشونه یو یو قدم په قدم عملی کوی. خدای مکړه چی بانکونه له منځه ولاړ شی، د افغانیو پر ځای به یو ځل بیا کلداره رایج… نور لوستل »

pattang

هلکه سړیه ته خو خوشې لګیا یې نه علم لرې نه علمي اخلاق خوشې اپلتې ولې !

طاهر ثابت

نقد کول اسان دی خو پیشنهاد مشکل دی.
افغانان باید دلنډغرو خبری پریږدی. که افغانستان جوړولای نسی نو خرابی دی نکوی. بی ځایه انتقادونه ددولت سره دښمنی ده.
دالر په افغانی نه بلکه په روپی او نور کرنسی لکه ترکی لیره قوی سوی. دپترو ډالر اقتصاد دکفر او نفاق قوتونه سره یوځای کړی او دملتونو په چورولو باندی سرپه نه کوی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx