ادبي لیکني

د سپين غر او مهمنددرې خاطره/ څلورمه برخه

م رضوان الله فيضاني

د شـهيدانو کورنيو ته له تعذيت وړاندې کولو څخه وروسته مې يو مشر ملګري شـهيد ابوذر تقبله الله تعالی سره رابطه وکړه، هغه هم زمونږ د ډلګۍ مربوط يو تن پخوانی ملګری و چې څو څو ځله زخمي شوی هم و، په دغه وخت کې پر يوه پښه ګوډ هم و، په يو تعرض کې لږيدلی و، ما به ورته له نازه په مخابره کې (ګوډ ملا) غږ کاوه.

هغه په بله ولسوالۍ کې و تر منځ مو سيند و، مونږ درې تنه ملګري په ټوپانو ورواوښتو او کور ته يې ورغلو، ابوذر تقبله الله تعالی ډېر زيات خفه و، ځکه چې ټول د سر ملګري مو له لاسه ورکړي و، شـهــيدان هم اکثر همدۀ سمبال کړي و او مسافر شــهـيدان يې خپلو خپلو کورنيو ته لېږلي وو.

بله د غم خبره دا وه چې زمونږ يو تن مخلص ملګری، د تقوا او ديانت نمونه شـهيد عبدالعزيز فاتـح تقبله الله تعالی، زمونږ مشرانو له څو تنو ملګرو سره له بلې لرې علاقې څخه دلته زمونږ د نوي مسؤول په توګه رالېږلی و، په لاره کې د اجير حکومت چارواکو په يو ځای کې کمين ورته نيولی و، عبدالعزيز او ملګري يې خالي سلاح و، نو ټول يې ژوندي اسيران کړي وو.

اوس په دغې ساحه کې يواځې زه او شـهيد ابوذر تقبله الله تعالی پاتې و، زمونږ د ډلګۍ مربوط نور ملګري نه و، ځيني ملګري مو په خونړۍ چاپه کې شـ.ـهيدان شول او ځيني نور اسيران شول، مونږ حيران پاتې و چې څه ترتيب وکړو !!!

ما شـهيد صابر تقبله الله تعالی، سره رابطه وکړه چې زه خو د شـهيدانو د کورنيو له تعزيت څخه رافارغ شوی يم، ستاسو ځای ته د درتلو اراده لرم نو څه ترتيب وکړم؟…

هغه راته وويل: چې لږ انتظار وکړه زه زنګ درته وهم، لږ زنډ وروسته يې زنګ راته وواهۀ چې د همدغې ولسوالۍ طرفته ته مې يو ملګری له موټر سره درولېږۀ لږ انتظار وکړه در وبه رسيږي، له يو څه انتظار کولو وروسته هغه ملګری راورسيد، مونږ په موټر کې ورسره سپارۀ شولو او د صابر رحمه الله د کور په طرف روان شولو.

زه د ملګرو شـهادت ډېر بې سوره کړی وم، موټروان ملګري ته مې وويل: د چيريکي لارو پر ځای پر عمومي سرک باندې لاړ شه، پر اللهﷻ توکل وکړه، د دښمن په کيسه کې مه اوسه، زما هم نوره حوصله ورته ختمه ده…

زما شکل او لباس هم مکمل بدل و، له ورايه ښکارېدم چې سړی طالب دی، طالبي کالي مې پر تن و، سپين سرويز بوټونه مې هم په پښو و، خو سره له دې هر څه پر عمومي سرک لاړو، هلته په عمومي بازار کې هم ښکته شولو، صابر تقبله الله تعالی، څه سودا غوښتې وه، عسکر هم شاوخوا تاوېدل، زه يې په کيسه کې هم نه شوم په جذبه کې وم، ما ويل که عسکرو پوښتنه وکړه نو ډاريک حمله پرې کوم، چې هر څه راپېښ شول پېښ به وي، د ملګرو جدايي همدېته تيار او مجبور کړی وم…

سودا مو واخيسته او روان شولو، لنډه دا چې د صابر تقبله الله تعالی، کور ته ورورسيدو، هلته د شـهيد چمن تقبله الله تعالی، په ګډون ګڼ شمېر مجاهدين ملګري ناست وو، صابر تقبله الله تعالی، خپل څنګ ته کېنولم پوښتنه يې راسره وکړه بيا يې وويل چې آخر ډاکټر هم شـهـيد شو ؟ !!!

ډېر زنډ خاموشي وه بيا يې تسلي او اطمنان راکړ، چې مه خفه کيږه دا خو انقلاب دی سبا به مونږ هم نه يو، هغوی بختور وو چې خدای په غټ انعام ونازول، زمونږ د ټولو يوه انډيوالي او ملګرتيا ده خو (ډاکټر) ډېر قېمتي سړی و په ډېر حساس او مهم وخت کې مو له لاسه ورکړ …
بيا يې راته په جدي توګه وويل: چې نور به له ما څخه نه بېلېږې، زړه انډيوالي به راسره نه پرېږدې، ډېر وخت رانه جدا وې او سره بېل وو، ګوره نور بلې خواته رانه لاړ نه شې…

ما ورته وويل: سمه ده مسافري مې مياشتو ته رسېدلې ده، يو ځل به کور ته لاړ شم، بيا بيرته راځم ان شاءالله تعالی، بيا يې راته وويل: چې يوه ترانه به زمزمه کړو، نو ما هم ورته انکار ونه کړ او ترانه مو په شريکه سره شروع کړه دۀ بدرګه راسره کوله، ترانه مو وويله مجلس ختم شو ملګري رخصت شول زه او (صابر) پاتې شولو، د مازديګر لمونځ نه وروسته مو د پارمونو طرفته چکر وواهۀ ورځ تېره شوه او شپه شوه..

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx