افغانستان

د حسن کاظمي په مشرۍ ایرانی پلاوی کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د ایران دځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي په مشرۍ ایرانی پلاوی کابل ته راغلی دی.

په دغه پلاوي له کې له ښاغلي قُمي سره د ایران د سوداګرۍ، اقتصاد او نفتي موادو د ادارو اړوند استازي هم شامل دي.

په کابل کې د ایران سفارت وايي، چې دغه پنځلس کسیز پلاوی به په کابل کې د اسلامي امارت له اړونده مسئولینو سره په سیمه ییزو مسائلو، په ایران کې د افغان کډوالو په موضوع، بشري مرستو او د ټول ګډونه حکومت جوړولو په هکله خبرې او بحثونه وکړي.

په ورته مهال ښاغلي قُمي ویلي چې ځینې هېوادونه د تروریزم پرضد د مبارزې په پلمه غواړي په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړي. نوموړی زیاتوي، هغه څه چې په افغانستان کې تیر شوي هغه به پریږدو ترڅو له افغانستان سره د نوې همغږۍ په هکله موارد رامنځته شي.

د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع په هکله قُمي ویلي، چې ایران د افغانستان د خلکو غوښتنې ته احترام کوي.

د ایران د ولسمشر ځانګړی استازي په مشرۍ پنځلس کسیز ایرانی پلاوی په داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان، قطر او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او همدغه راز کابل ته هم د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او پلاوو سفرونه کړي او په یو لړ مسائلو یې هوکړې هم ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ګرسته در کون تشنه در آمد، نفس هر دوی اش بر آمد.
ایران کلونه مخکی په همدی مرض ګرفتاره دی طالبان خو یی نوی نیولی. ایران پدی فکر کی دی چی کوندی له طالب څخه څه ګټه په لاس راوړو څه ورکولی شو او څه تری اخیستی شو. طالبانو خو لا له پخوا څخه د اوبو په کنترول سترګی پټی کړی او حتی د پاش دان د بند کارونه په هرات کی چی ۸۰٪ مخی تللی وه اوس په ټپه ولاړ دی چی دی کار سره به ایران هم خوشحاله شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx