افغانستان

ناپېژاندو وسله والو په بغلان کې ۲ کان کېندونکي ویشتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): ناپېژاندو وسله والو د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو دوه تنه کان کېندونکي ویشتلي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دا پېښه د شنبې په ورځ(۲۲ لړم) له ماسپښين وروسته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو په تاله برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان دوو تنو کان کېندونکو باندې ډزې وکړې.

د ډزو په دغه پېښه کې لږ تر لږه یو کان کېندونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

په تاله او برفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان یو شمېر کارکوونکو رسنیو ته ویلي، له دې پېښې وروسته د نوموړي کان ۳۰۰ کان کېدونکي د وسله والو له ویرې تښتېدلي دي.

تراوسه ددې پېښې لامل څرګند نه دی او نه هم د بغلان سیمه ییزو چارواکو په دې هکله رسنیو ته ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

امنیت سل په سلو کی تامین دی کابل کی دوه کسه، بعلان کی دوه کسه، ننګرهار کی هر شپه حد اقل لس کسه، کندهار او هلمند مو مخالفین په ختمیدو دی خو یو دوه دری کسه داعش په کندهارکی، یو څو کسه په کندز کی د کابل په غرب کی خو خیر دی مهمه نده هزارګان دی… امنیت سل په سلو تامین دی غټی لویی اردو ته ضرورت نلیدل کیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx