افغانستان

متقي: افغان حکومت د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړيتوب کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متفي ويلي، اسلامي امارت د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د روغې جوړې لپاره د خبرو منځګړيتوب کوي او هيله لري، چې دغه خبرې ښې پایلې ته ورسيږي.

ښاغلي متقي اسلام اباد ته د خپل رسمي سفر په څنډه کې د پاکستان له «خیبر نيوز ټلويزون» سره د خبرو پر مهال ويلي، افغان حکومت هڅه کوي، د پاکستان حکومت او ټي ټي پي تر منځ د روغې جوړې خبرې ښې پایلې ته ورسیږي او که دا خبرې ناکامې هم شي، دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکارول شي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست زياته کړې:  « که په افغانستان کې د جګړې ټغر ټول شي، له چا سره دښمني ونه لرو، نو لږ شمېر خو قوي اردو د هېواد امنيت او ثبات لپاره بسنه کوي، هڅه کوو، چې اسلام او هېواد ته معتهد کسان د اردو په ليکو کې راټول کړو، هغه که د پخواني حکومت کار کوونکي وي او که نوي وي.

د داعش د ګواښونو په اړه ښاغلي متقي ويلي، دغه جګړه ‌ماره ډله ستر ګواښ نه دی او د اسلامي امارت ځواکونو په تېرو وختونو کې هم د داعش پر ضد پرېکنده عمليات کړي او دغه ډله يې له منځه وړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان حکومت د ګاونډيانو په شمول له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي او د دې لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړي دي.

له هند سره د اړيکو په اړه ښاغلي متقي د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره د ټکر او تقابل پاليسي نه لري او غواړي، چې له ټولو ګاونډيو او نړيوالو سره په دوه اړخيز درناوي ولاړې اړيکې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آفرین متقی: ځانو ته امارت غواړی خو پاکستانی طالبان بیا هڅه وی چی له یوه سیکولر حکومت سره یو ځای شی او جهاد څخه لاس واخلی. اردو د هر نظام د ملا تیر دی، اردو چی هر څومره قوی او مجهزه وی د خلکو او ګاونډیو تری حیا راځی. ډیری هیوادونو کی سوله ده، ترقی او پیشرفت دی خو د وخت په تیریدو سره هغوی خپله اردو نوره هم اضافه او قوی ساتلی. ته متقی ډیر سپک او بی غیرته انسان یی. ستا خبری برخلاف د قرآن د احکامو دی الله ج فرمایی چی وسایل جوړ کړی او د کفارو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx