نظــر

ملګري ملتونه اوس د افغانستان لپاره څه کولای شي؟

لیکوال: دکتور سلطان برکات

د دوحې په انسټیټیوټ کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز رییس

ژباړه: د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز دوحه

د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته د نړیوالو د لېوالتیا په پام کې نیولو سره، ملګري ملتونه د افغانستان د کړکېچ په کمولو کې مرکزي رول لوبولی شي.

لکه څرنګه چې افغانستان په پرلپسې ډول ویجاړونکي اقتصادي او بشري ناورین لور ته روان دی، په دغسې حالت کې یواځې یو نړیوال لوبغاړی شتون لري چې کولی شي له دې هیواد سره مرسته وکړي چې هغه: د ملګرو ملتونه اداره ده، په داسې حال کې چې د دې سازمان غړي هېوادونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو بحث کې بوخت دي، ملګري ملتونه لا هم د افغان ولس په ملاتړ کولو کې مهم رول لوبولی شي.

په حقیقت کې ملګري ملتونه د یوې نړیوالې ادارې په توګه یواځینۍ اداره ده چې ډیری وختونه هغه مسولیتونه په غاړه اخلي چې هیڅ یو هیواد يې نه غواړي په یواځې سر يې په غاړه واخلي.

سره له دې چې ملګري ملتونو اداره د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو او د سولې بین الافغاني بهیر څخه لرې پریښودل شوې وه، مګر بیا هم ملګري ملتونو ته اوس په افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو لړ کې د اصلي دروازې(لارې) په توګه لیدل کیږي. که چیرې دولتونه په انفرادي توګه له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د ادارې د تعامل او ښکیلتیا مخنیوی وکړي او د ملګرو ملتونو اداره په خپل لاس کې نیسي، نو دا کار به هرو مرو د ملګرو ملتونو په سیسټم کې روښانه ضعفونه راپورته کړي.

لکه څنګه چې نړۍ طالبانو ته انتظار کوي چې دوی دا ثابته کړي چې دوی بدل شوي دي، ملګري ملتونه هم باید خپل چلند بدل کړي او غوره به دا وي چې لاندې پیغامونو په پام کې ونیسې.

لومړی: باید دا ومنو چې نن په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته لا همدومره اړتیا پاتې ده لکه څنګه چې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو مخکې وه. د دې پر ځای چې د افغانستان د سولې بهیر په اوبو کې لاهو او مړ يې وګڼو، ښه به وي چې روان بهیر د افغانستان د راتلونکي په اړه ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره څو کلن او د ټولو خواوو د یو ځای کولو لپاره د تطبیق وړ وګڼل شي.

دغه اړتیا ته په کتو سره په افغانستان کې دایمي سولې ته د رسیدو لپاره اړینه ده چې ملګري ملتونه باید د سولې له بهیر څخه د شاتګ پر ځای په دغه هیواد کې بشري او پرمختیايي غوښتنو ته ځواب ویل او ملاتړ ډاډمن کړي. په دې کار سره به بشردوستانه-پرمختګ- او د سولې اړوند اړیکې یو پیاوړی چوکاټ وړاندې کړي.او د افغانستان کشالې ته د ځواب ویلو په برخه کې به د نړیوال مرستندویه دودیز سیسټم ته دپای ټکی کیږدي.

دویم: ملګري ملتونه کولی شي د بشردوستانه مرستو لړ کې د پراخې تګلارې برابرولو لپاره لاره هواره کړي. د خوراکي توکو د خوندیتوب مسله ډیره مهمه ده، ځکه چې افغانستان لا دمخه د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دی او کیدای شي راتلونکي کې له پراخې قحطۍ سره مخ شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) وايي، سږ کال د اوړي سختې وچکالۍ په افغانستان کې میلیونونه کروندګر زیانمن کړي دي.

د دې لپاره چې په هیواد کې د خوراکي توکو خوندیتوب بحران نورهم پسې لازیات نه شي، بیړني اقدام اخیستلو ته اړتیا ده چې ترسره شي. ددې ترڅنګ د بسته بندي شوي خواړو د واردولو معمول بشري میتودونه د کرهنیز معیشت او د ژر اقتصادي بیا رغونې د ملاتړ لپاره یو ورک شوی فرصت ګڼل کیږي.

د خوراکي توکو د توزیع مرکزونو برسیره، داسې ښکاري چې په ټول هیواد کې د مرستې راټولولو ځانګړي ځایونو انتخابولو ته هم اړتیا ده، ترڅو خوراکي توکي راټول کړي چیرې چې شتون لري.
په راتلونکو میاشتو کې، ملګري ملتونه کولی شي د عامه خوراکي توکو د تدارکاتو له لارې د کوچنیو کروندګرو سره مرسته وکړي، د خوراکي توکو تشه ډکه، او لیږد ئې اسانه کړي، په دې توګه به دغه کړنه بیا افغانستان کې د کرنې پراختیا او بدلون کې مرسته وکړي.

دریم: په بشپړه پیمانه د بشري اړتیاوو پوره کول به افغانستان پرته له دې چې انحصار رامینځته کړي د تمویل په زړه پورې او نوښت لرونکي بڼو ته اړتیا ولري، ترڅو دمتعدد بحرانونو او د ننګونو ډک چاپیریال کې سمون راوستلي شي. د اکتوبر په میاشت کې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د ولسي اقتصاد فنډ رامینځته کولو اعلان وکړ، چې دوی به ئې زیانمنونکو افغانانو او کوچني سوداګرو نغدو پیسو ته لاسرسی چمتو کړي او ددې لارې به دوی وکولی شي چې خپل ژوند ښه او دغوره اقتصاد دثبات پرلور ګامزن شي. سره ددې چې دا یو ښه اقدام دی، مګر اړتیا دسرچینو پیداکولو او په لویه او پراخه کچه حرکت ورکولو ته ده چې باید ترسره شي.

ملګري ملتونه د سیمه ایزو هیوادونو په رابللو کې هم مهم رول لوبولی شي، ترڅو د بیړنیو هغه مسایلو حل پیدا کړي، چې د بشري اغیزمنو اقداماتومخه نیسي. افغانستان په وچه کې راګیر هیواد په توګه باید د مرستو رسولو لړکې د ګاونډیانو په همکارۍ تکیه وکړي. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د مرستندویه سازمانونو لپاره د مرستې توکو اخیستلو لپاره طبیعي انتخاب دی. داسمه ده چې دا لاره ډيره حیاتي(مهمه) ده، مګر دا هم ډير ناوړه عواقب لرونکي خبره ده چې مونږ دتل لپاره په یوه پوله باندې خورا ډیر انحصار وکړو. ملګري ملتونه کولی شي د ازبکستان او ایران په ګډون د مرستو د لارو په متنوع کولو کې مرسته وکړي.

څلورم: په افغانستان کې د دولت او ټولنیزو ظرفیتونو په برخه کې د 20 کلنې پانګونې د ساتنې لپاره بیړنۍ اړتیا ده. دا پدې مانا ده چې هیواد د ژوند ژغورنې مرستو څخه اضافه مرستو ته اړتیا لري. د دې کارکولو سرته رسولو په صورت کې، دا اړینه ده چې باید بهرنۍ مرستې موجوده جوړښتونو له پامه غورځولو څخه ډډه وکړي، په ځانګړې توګه د پوهنې او روغتیا سکتورونه، کوم چې د ټولنیز اقتصادي ثبات لپاره مهم دي او ډیری ښځې په کې په کار ګمارل کیږي.

د اکتوبر په نیمایي کې، د متحده ایالاتو د خزانې مرستیال وزیر(والي اډیمو) په دې خبره بیا ټینګار وکړ چې هغه په هیڅ ډول داسې شرایطو او حالت اړوند فکر نه کوي چې له مخې دې طالبان د دوی کنګل شوي شتمنیو ته لاسرسی ومومي. د نغدو پیسو بې ثباته جریان اودزیرمو ټیټوالی، د مرستو او تمویل ترلاسه کولو وړتیا محدودول، دا ټول یوځای کول به “ترهګرو” ډلو ته یو فرصت په لاس ورکول وي، ترڅو د ځوریدلو یا بې وزلو خلکو په سرنوشت نورې هم ملنډې ووهي. ملګري ملتونه کولی شي د یو ښه باوري څارونکي په توګه د افغانستان د شتمنیو د کنګل څخه پاکولو مرحله کې مهم رول ولوبوي، ترڅو دغه پیسې د روغتیا او تعلیم په برخه کې د اړتیا وړمعاشونو په ورکولو، او د اکثره افغانانو ټولنیز اقتصادي خراب وضعیت په ښه کولو کې کې مرسته وکړي.
پنځم: د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمینځ باور نشتوالي ته په کتو سره، ملګري ملتونه د بشري او پرمختیایي همکاریو د پیاوړتیا په لور د ګام په ګام منځګړیتوب لپاره غوره اداره ده. دبیلګې په توګه دملګرو ملتونو یونیسف ادارې د طالبانو سره په همغږۍ دښوونې او روزنې برخو ته پوره لاس رسۍ لري، او په پلان کې لري چې په مستقیم ډول د افغان ښوونکو تمویل وکړي.

همدا ډول یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دواړو د طالبانو په ملاتړ (مرسته) د پولیو د واکسین کمپاین هم پیل کړی دی: اکتوبر میاشت کې طالبانو اجازه ورکړه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د پولیو واکسین کمپاین دې پرمخ بو تللای شي، او ویې ویل چې دوی ژمن دي چې ښځو ته د لومړۍ کرښې کار کوونکو په توګه د ګډون اجازه ورکړي.

د لا زیاتو پراخو همکاریو ته ژمنتیا په نیت، د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مشر، (اچیم سټینر) سره وکتل او د افغانستان د روان اقتصادي بحران په اړه یې خبرې وکړې.
په لنډه توګه، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو نورې ادارې(ایجنسیانې) لا دمخه له طالبانو سره بشردوستانه پروژې په همغږي مخ ته وړي، دوی(ملګرو ملتونه) د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ هم د فعال مشارکت رامینځته کولو، او ددوی ترمینځ ددوه اړخیزه تړون مسوده چمتو کولو کې غوره چوکاټ دی. همدا ډول د قطر هیواد هغه مهم رول ته په کتوسر چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمینځ ئې لوبولی دی، ډیره به معقوله وي چې د دې پروسې په اسانه کولو کې هم مهم دوی رول ولوبوي.

که داسې وشي نو بیا دا کار د حدس کولو او هیلو لرلو سره سره یو روښانه چوکاټ ته اړتیا لري، چې د دوه اړخیزه عملونو او پړاونو لامل وګرځي. د طالبانو له لوري، ممکن په دې کې د خوندي لاسرسي برابرول، د مرستو د نه ضایع کیدو ډاډ ورکول، د ښځو د حقونو تضمین، او د یوه ریښتیني ټول شموله حکومت جوړول چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي شامل کړای شي. د نړیوالې ټولنې له خوا، متقابل ګامونه کیدای شي د پراختیایي مرستو له بیا پیلولو، یا د بندیزونو له لرې کولو څخه بیا د افغانستان د حکومت تر بشپړې رسمیت پیژندلو پورې پیل شي.

په پای کې:
د دې لپاره چې د طالبانو او ملګرو ملتونو تر مینځ مناسب کاري اړیکې رامینځته شي، دغه کار سیاسي اراده او سم مشرتابه ته اړتیا لري چې د ملګرو ملتونو استازیتوب وکړي. سره ددې چې د ملګرو ملتونو په اړه د طالبانو نظر دهغو بندیزونو له امله کم رنګ شوی چې پر دې ډلې د دوی لخوا لګیدلي دي، مګربیا هم په یوه وروستۍ غونډه کې دا په زړه پورې وه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي ورځو ته د طالبانو د مشرانو په زړه پورې حواله یادونه شوې وه.

د ملګرو ملتونو له تګلارې سره د طالبانو اختلاف سره سره، دوی له هغه سره د یو مسلمان په څير ښه پیژني چې د دوی عقیده او کلتور په ښه توګه درک کولای شي او د اساسي بشردوستانه اصولو سره د ټکر پرته د دوی د نظریاتو درک وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx