ورزش

استرالیاوي لوبغاړي د نړیوال جام د بریا لمانځلو پرمهال بوټانو کې شراب څښي – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ شل اوریز نړیوال جام خپلولو څخه وروسته استرالیاوي لوبغاړو جشنونه دوام لري او آن چې دغه خوښي یې په بوټانو کې په شرابو څښلو ولمانځله.

د کرکټ زیاتره مینوالو لپاره د استرالیاوي لوبغاړو دغه کار حیرانونکی او کرکجن دواړه وو، په دې معنا چې په بوټانو کې څښاک د یوه غیر مهذب قوم نښه بلل کیږي.

د استرالیا لوبډلې ویکټ ساتونکي میتیو ویډ، مارکس سټاینز او یو بل لوبغاړي دغه کار کړی، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یې ویدیو خپره شوې ده.

خو دغه کار د استرالیاوي لوبغاړو لپاره نوی نه دی، بوټانو کې شراب څښلو ته انګلیسي کې (Shoey) ویل کیږي او که تېر ته وکتل شي دا لومړی ځل نه دی بلکې په نورو سپورتونو کې هم د استرالیاوي لوبغاړو له لوري له بریا وروسته دا کار ترسره شوی دی.

د شویي یا په بوټانو کې د شرابو څښل په ۱۹مه پيړۍ کې په جرمني هېواد کې په لومړي ځل وشول، که څه هم ددې د سرچینې په تړاو کره معلومات شتون نه لري خو په عامه توګه استرالیا او استرالیاوي لوبغاړو ته منسوبیږي.

له اتلولۍ یا بریا خپلولو وروسته د سټیج پر سر د خلکو ترمخ د شرابو څښلو پېل استرالیاوي موټر چلونکي (ریال هیریس) په ۲۰۱۵م کال کې له یوې سیالۍ ګټلو وروسته وکړل، خو په همدغې کال د یوه بل استرالیاوي موټر چلونکي (ډیویډ رینالډز) له لوري عین عمل د خلکو پام ځانته راواړوه.

له دې وروسته په استرالیا کې له بریا وروسته په بوټانو کې د شراب څښل عادي او د جشن لمانځلو په توګه ترسره کیږي.

خو د کرکټ ګڼ شمېر مینوال او مبصرین دغه کار ته د کرکې په سترګه ګوري او دا یو غیر مهذب عمل ګڼي.

باید وویل شي چې استرالیا لوبډلې په افغانستان کې د نوي حکومت سره سم د ښځينه کرکټ په اړه اندېښنې څرګندې کړې، او په دې معنی چې دوی بشري حقوق پرځای کوي، افغانستان کې د کرکټ د بشپړ بندیز غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx