افغانستان

مرکزي بانک سبا ته لس ملیونه ډالر لیلاموي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت پرلپسې بایللو وروسته د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا د سه شنبې په ورځ لس ملیونه ډالر لیلاموي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې مرکزي بانک له ټولو بانکونو او د صرافیو او پیسو د خدمتونو له وړاندې کوونکو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په لیلامي کې د ګډون لپاره باید د نن ورځې ترپایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې مرکزي بانک د افغانیو د ارزښت د کنټرول په موخه بازار ته ډالر وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت تر  ټولو ټیټې کچې راغلی ؤ او دیکشنبې د ورځې پای کې د سرای شهزاده په مارکیټ کې یو ډالر د ۹۵ افغانیو په مقابل کې تبادله کېده.

د چارو پوهان وايي، که مرکزي بانک په بازار کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو تګلارې ته دوام ورکړي، نو له یوې خوا به په افغانۍ کرنسي د خلکو باور زیات شي او له بل پلوه به په بازار کې د بیو په کنترول کې اغیزناک ثابت شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx