نظــر

طالب جان د بریا په نوې پړاو کې

عبدالجبار وحدت

ښه مې یاد دي چې دا خبر به اجیرو رسنیو کوله چې امریکا یوه ستن هم په ځمکه کې وينې او پام چې د اسلامي نظام اړوند خبره ونه کړئ، نږدې یې داسې الې نسب کړي، چې د هر چا غږ تشخیصوي، ښه مې یاد دي، هیچا د طالب، مجاهد، اسلامي نظام، امارت او دې ته ورته الفاظو نومونه نشوی یادولی.

ښه مې یاد دي چې ځینو خلکو ته به دې چې له ملا صاحب وویل وایي مه وایه، ځکه حالات وخیم دي.

ښه مې یاد دي چې د شازلمیو په سر به میلیونونه ډالر انعامات اعلانېدل.

ښه مې یاد دي چې ټوله شپه به د ډرون او جیټ طیارو شرنګا وه، هیچا خوب نشوی کولی.

ښه مې یاد دي، ډېرو لادینه سیکولرو به دا خبر کوله چې په امریکا د…. پرته د هیچا هم زور نه رسېږي، دا راغلي نور د تګ خلک نه دي، نه به ولاړ شي او نه به بیا څوک ملا او سیاست یو ځای وویني.

نن لله الحمد طالب هم نظامي او هم په سیاسي ډګر کې داسې وځلېد لکه په توره شپه کې په شنه اسمان کې سپین ستوري، نن طالب د اسلامي نړۍ قیادت په لاس کې اخلي، نن طالب یو ځل بیا پاټکي نظام ختموي، نن یو ځل بیا د الله تعالی احکام تطبیقوي، نن یو ځل بیا له مفسدو، شراب خورو سره حساب کوي، نن یو ځل بیا د سیاست واګې په لاس کې اخلي، نن یو ځل بیا خپله بریا او عظیمه فتحه له خپل دروند ولس سره یو ځای نمانځي.

نن یو ځل بیا په درجنو غنیمتونه تر لاسه کوي، نن یو ځل بیا د فتحو کوربه دی ،نن یو ځل بیا له منبر څخه د امن ،سولې ،فتحې او سیاست اواز اوچتوي، طالب جانه تا مقاومت،صبر او انتظار وکړ، رب تعالی بریمن کړه ، فتحه ستا ده ، پام چې مغرور نشي، دا د پاک رب تعالی لورېینه وګڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Guljanan

محترما
هغه ټولې سختي دطالب کاکا هیری شوی
هغه دبی عقلوکارونه کوي چی سه حدنلری
ولسي خلک خاورته سوچه کافرخکاری

mansor

طالبه ځوانیمرگه دا له کومی خټی جوړیی؟بدلی دشوی هوډ ته نظریی حسن پرسته

مجاهد

ګل چانانه نوم دی هم خپل هیر کړی ګلمرجان نومیږی اوس په ارګ کی د طالبانو بنیدیوان یی دنجیب د برخه لیک سره به مخ کیږی ځکه د خپل نوم لاندی تبصری نه لیکی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx