افغانستان

کندهار کې د داعش یوه«ځاله» ویجاړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د داعش وسله والو د یوې ځالې د یجاړولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي وايي، د کندهار ښار څلورمې امنیتي حوزې په «سیدال» روغتون کې یې د داعش «باغیانو» پر یوې ځالې عملیات کړي دي. نوموړی زیاتوي په دغو عملیاتو کې په نښه شوې ځاله ویجاړه شوې او درې تنه داعش وسله وال هم په کې وژل شوي دي.

د خوستي په خبره په دغو عملیاتو کې دوه تنه ملکیان هم «شهیدان» شوي؛ خو امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx