ورزش

افغان لوبډله سبا ترکیه کې د اندونیزیا پر وړاندې دوستانه فوټبال سیالي ترسره کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل):

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا سه شنبه د ترکیې په انتالیا ښار کې د اندونیزیا ملي لوبډلې پر وړاندې تمریناتي یا دوستانه سیالي ترسره کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټبال ملي لوبډله له تېرو څو ورځو راهیسې د انوش دستګیر روزونکي تر مشرۍ لاندې بشپړ تمرینات ترسره کوي او د اندونیزیا پر وړاندې سیالۍ لپاره چمتو دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې ویلي چې دا تمریناتي لوبه د ۲۰۲۳م کال د اسیال فوټبال د اتلولۍ جام د چمتو والي په ترڅ کې ترسره کیږي.

دغه سیالي د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» له لوري چمتو شوې او د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ دقیقې د انتالیا په ګلوریا سپورتس ارینا لوبغالي کې پېلیږي.

افغانستان وار دمخه یادې سیالۍ لپاره په ۲۳ لوبغاړو مشتمله لوبډله اعلان کړې ده، انوش دستګیر د افغان لوبډلې روزونکی دی، چې لوبډله په لاندې ډول ده:

اویس عزیزي، فیصل حمیدي، مصطفی حدید، حسن امین، ډیویډ نجم، اسلام الدین امیري، شریف محمد، نجیم حیدري، مسیح سیغاني، میلاد انتظار، فرشاد نور، فیصل شایسته، نور حسین، اباسین علي خېل، امید پوپلزی، فرید سادات، نعیم رحیمي، مظاهر کوهیار، زبیر امیري، مصطفی ځاځی، حسین زماني، نورالله امیري او ادم نجم شامل دي.

افغان لوبغاړي هیله لري چې په دغه سیالي کې به بریا خپلوي، یوه لوبغاړي مصطفی حدید ویلي، «د خدای په مرسته به موږ خپل وروستۍ هڅه کوو چې په دغه لوبه کې بریا خپله کړو او هېوادوالو ته په دغه نازک وخت کې خوښي ورکړو».

د یادونې ده چې له دې وړاندې اندونیزیا او افغانستان فوټبال لوبډلې د روان کال مې میاشتې په ۲۵مه نېټه مخ شوې وې، چې افغان لوبډلې په ۳-۲ بریا خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx