افغانستان

برتانیا: له اسلامي امارت سره باید تعامل وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د برتانیې د پوځ لوی درستیز وايي، هېواد یې باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

نوموړي دا څرګندونې اسوشټیډپرس خبري آژانس سره د مرکې پرمهال کړې دي.

د برتانیې د پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر له اسوشیټیډپرس خبري آژانس سره د مرکې پرمهال څرګنده کړې چې په افغانستان کې د شل کلنو لاسته راوړنو د ساتلو او د ټول ګډونه حکومت جوړولو لپاره باید د افغانستان له نوو واکنمو سره تعامل وشي.

برتانیا په داسې مهال له اسلامي امارت سره تعامل اړین بولي، چې تیره اونۍ د امریکا متحدو ایالتونو هم له قطر سره داسې سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې په کابل کې د قطر سفارت د امریکا د ګټو ساتنه هم کوي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې اروپايي ټولنې هم له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره کابل ته د خپلې سیاسي استازولۍ د رالیږلو پرېکړه کړې وه. ددې ترڅنګ همدا اوس د ایران، پاکستان، روسیې او چین په ګډون د ګڼو هېوادونو سفارتونه په کابل کې پاتې دي او خپلې ورځنۍ چارې ورڅخه سمبالوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx