افغانستان

کابل کې بمي چاودنې دوه ملکیان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه تنه ولسي وګړي ټپيان کړي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین وايي، دا چاودنه نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د پنځمې امنیتی حوزې اړوند میرویس میدان سیمه کې پر یو ملکي موټر د نښلول شوي ماین له امله شوې.

نوموړی زیاتوي، په چاودنه کې د یوې میرمنې په ګډون ۲ تنه ټپيان شوي دي.

تراوسه  ددې چاودنې مسئولیت چا په غاړه اخیستی نه دی.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار لویدیځ کې پر یو کاسټر موټر د بمي چاودنې له امله یو تن مړ او ۵ نور ټپيان شوي وو. ددې چاودنې پړه داعش وسله والو په غاړه اخستې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx