شعـــــرونه

هره تيږه يې ياقوت/ نومير

فدامحمد نومير

په اخلاص او په همت وطن اباد که
خلاص د فقر او غربته دې هيواد که

هره تيږه يې ياقوت او زمرود دي
تورې خاورې يې طلا په ښاخه باد که

معدنونه لوی څښتن درته درکړي
اوسپنه ويلي په سوټک لکه حداد که

را ايسار يې هم اوبه که په ډنډو کې
سپيره دښتي زرغونې پرې خلک ښاد که

هم دې شپه باندې روښانه لکه ورځ کړه
و چارځيو تې په ورين تندي جواد که

د يوسف ( ع ) په څير غلې دانې که زيرمي
خپل غريب او ګاونډي دې پرې دلشاد که

ځان دې خلاص که د منت څخه د نورو
صنعت ، زرع او کښت ټينګ دې بنياد که

ښار او کلي سره و ګنډه په لارو
غرونه سورې په تبرګې لکه فرهاد که

ښکلي ښکلي د ميو جوړ کړه باغونه
مخ پر مځکه د عدن جنت اباد که

چې دې شپه او ورځ هم خوان وي غوړيدلی
خوار غريب کونډه يتيم باندي پرې ياد که

د انفاق ، ايثار ماده درکې پيدا کړه
په خدمت کې د ولس ځان دې جانداد که

هله سيال به سې د سيال په سيالداری کي
د نومير پند ، نصيحت در سره ياد که

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx