نړۍ

نایجیریا: د ملګرو ملتونو پر دفتر باندي برید کې ۱۸ کسه وژل شوي

explosion_struck_the_United_Nations_main_office_in_Nigerias_capital_Abuja_Friday_Aug._26_2011نن ټکی آسیا: د ناجیریا په پلازمینه ابوجا کې د ملګرو ملتونو پر دفتر باندي برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوی دي.

د پولیسو د یوه مشر په وینا دغه برید چي د موټر بم په واسطه چي هونډا نوعه موټر وو، تر سره شوی، هغه زیاته کړې چي موټر د چاودېدونکو توکو ډک وو، چي څرنګه په دفتر ننوتلی، چاودېدلی دی، او د دفتر دوو پوړو ته يې سخت زیات اړولی دی.

ویل کیږي چي اوس هم په بلډنګ کې د دفتر ځیني کارکونکي بند پاتي دي، او د هغوی د ژغورني هیڅي پیل شوي دي.

داسي تمه کیږي چي د مړو شمیر به تر دې هم پورته شي، ځکه تر اوسه د ژغورني کارونه دوام لري، او ګمان کیږي چي تر بلډنګ لاندي به هم ځیني مړي وي.

که څه هم تر اوسه ددې برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو ګمان کیږي چي دا برید به وسلوالي ډلي (بوکو حرام) له خوا تر سره شوی وی.

بوکو حرام په ناجیریا کې یو وسلواله ډله ده، چي په ناجیریا کې د حکومت او غربي ودانیو او اشخاصو ضد فعالیت کوي، په کال ۲۰۰۹ کې ددغي ډلي زیات شمیر غړي د نورو عامو مسلمانانو په شمول په ډیر وحشي توګه د حکومت له خوا وژل شوي وه، خو په ۲۰۱۰ کې بیا دغه ډله سره یوځای شول، او د هغه راهیسي يې د حکومت په ضد ځینی مهم بریدونه تر سره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x