شعـــــرونه

د صبر غر يمه رادرومه غمه/ عمري

محمد علي عمري

د صبر غر يمه رادرومه غمه
وار ته دې سپر يمه رادرومه غمه

زما له خالق سره د مينې تړون
زه قلندر يمه رادرومه غمه

مورکۍ مې نسته چې زخمي يې سي زړه
زې د زړه سر يمه رادرومه غمه

چي يې مکه کړه ورته اور د تنور
زه په خبر يمه رادرومه غمه

بار د نيستۍ که هر څو کښېږدې پرما
زه يو شاعر يمه رادرومه غمه

زما وجود يې توکل پوښلی
پر خدای ج باور يمه رادرومه غمه

ما عمري لامبو زده کړې پخوا
شکر هنر يمه رادرومه غمه

محمد علي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx