افغانستانروغتیا

روغتیا وزارت په تیرو درې میاشتو کې د ۱۴ ملیونه ناروغانو درملنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): په افغانستان باندې د امریکا او یو نړیوالې ټولنې لخوا د اقتصادي محدودیتونو سربیره د عامې روغتیا وزارت په تیرو درې میاشتو کې د لسګونو زرو جراحي عملیاتو په سرته رسولو سره د ۱۴ ملیونه ناروغانو درملنه کړې ده.

دا څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال وزیر ډاکټر عبدالباري عمر نن د دوشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې په همدې موده کې ۳۲۵ زره ناروغان په دولتي روغتونو کې بستر شوي دي.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدماتو مرستیال په اوس وخت کې د ننګونو سربیره ددې وزارت د لاسته راوړنو په هکله تفصیلي وینا وکړه او داسې وویل: په تیرو درې میاشتو کې په روغتیايي مرکزونو کې نږدې ۵۰ زره لوی او ۱۵۰ زره واړه جراحي عملیات ترسره شوي. ددې ترڅنګ په یاده موده کې د عادي زیږون ۲۵۶ زره موارد او د جراحِ عملیاتو په وسیله د زیږون ۱۱ زره موارد سمبال شوي دي.

نوموړي دغه راز په یاده موده کې ۳۱۸ زره ماشومانو ته د پنټاټریک وقایوي واکسین او ۹۸ زه میندو ته له زیږون وروسته د پاملرنې مراحل سرته رسېدلي دي.

د مرستیال وزیر ډاکټر «عمر» په خبره دا مهال په افغانستان کې ۳.۲ ملیونه ماشومان د خوارځواکۍ له کړاو سره مخ دي، چې له دې جملې څخه ۱ ملیون ماشومان په ډیر سخت حالت او ۲.۲ ملیونه ماشومان بیا په منځني حالت کې قرار لري. د نوموړي د معلوماتو له مخې که څه هم د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې، د خوړو نړیوالې ادارې او له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې(یونیسیف) په ګډون ځینو ادارو په دې هکله ورسره مرستې کړي؛ خو دا مرستې یې کافي ونه بللې.

په تیرو شلو کلونو کې نړیوالو ټولنو او هېوادونو لخوا د روغتیا په برخه کې د زیاتو مرستو سربیره هم نوموړي وویل، چې پخواني نظام یوازې ۵ سلنه روغتیايي خدمتونه وړاندې کول او پاتې ۹۵ سلنه روغتیايي خدمتونه د نړیوالو ټولنو لخوا ترسره کېدل چې اوس بند شوي دي.

په دغه خبري ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدماتو مرستیال وزیر له نړیوالو او د روغتیا په برخه کې له مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د روغتیا سکتور یوازې پرې نه ږدي او افغانانو سره خپلو مرستې جاري وساتي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره د امریکا په شمول نړیوالې ټولنې په افغانستان باندې خپلې مالي او روغتیايي مرستې بندې کړې، د کومې له امله چې د افغانستان روغتیايي سکتور سخت اغزمن شو او په ملیونونو افغانان د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ شول.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو درې میاشتو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پرلپسې هڅو او د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې په اساس د هېواد زیاتره لوی رغتونونه په درملو او طبي وسائلو مجهز شول او د عامو ناروغانو پرمخ شپه او ورځ پرانیستل شول، چې له امله یې دولتي روغتونونو ته د خلکو لاسرسی تر بل هروخت زیات اسان شو.

باید وویل شي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته په هېواد کې جنګ او جګړې پای ته رسېدلي او هغه روغتونونه چې په ورځني ډول به یې د لسګونو ټپيانو درملنه او جسدونو سبمالول ترسره کول اوس له ټولو امکاناتو سره د عامو ناروغانو په درملنه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx