
افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی: ځينې هېوادونه په سيمه کې ترهګرۍ ته د هوا ورکولو هڅه کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او دلته يې د اسلامي امارت له چارواکو سره په دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې کړي او ويلي يې دي، چې يو شمېر هېوادونه په سيمه کې ترهګرۍ ته د هوايي ورکولو لپاره هڅې کوي.
افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ويلي، يو شمېر هېوادونه په سيمه کې ترهګرۍ ته د هوا ورکولو په لټه کې دي، خو د هېڅ هېواد نوم يې نه دی یاد کړی.
کاظمي قمي ټينګار وکړ، چې د افغانستان امنيت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه دی او ويلي يې دي، چې د اسلامي امارت له مسؤولينو سره يې د سرحدونو په امنيت، سیاسي مسائلو، اقتصاد او مهاجرينو د کنټرولو سربېره پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
د ایران ځانګړي استازي ويلي: «د افغانستان او سيمې امنيتي وضعيت د غوره والي لپاره اړينه ده، چې له اسلامي امارت له سره ښه تعامل وشي او په دې برخه کې اقتصادي او امنيتي اړيکې ډېرې اړينې دي.»
نوموړي زیاته کړې، چې اشغالګر ځواکونه دلته د ولسونو د قربانيو له امله تېښتې ته اړ شول او اوس تکفيري ترهګر هڅه کوي، چې سيمه کې اړی ګړی جوړ کړي.
په عين حال کې د افغانستان اسلامي امارت هيلهمن دی، چې د ایران لوپوړي پلاوي سفر به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو ښهوالي لپاره ګټور تمام شي او شته ستونزې به ورسره له منځه لاړې شي.

د افغانستان د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنیف ويلي، ایران په تېرو وختونو کې هم له افغانستان سره ښې اړيکې درلودلي او دوی هيله لري، چې راتلونکي وخت کې هم د کابل او تهران تر منځ اړيکې نورې هم غښتلې شي.