افغانستان

د پاسپورټ د توزیع پروسه وځنډول شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست سرپرست مولوي عالم ګل حقاني وايي، چې سر له سبا څخه تر راتلونکو څو ورځو پورې په مرکز کابل کې د پاسپورټونو د ویش پروسه وځنډول شوه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې دا ځند د تخنیکي ستونزو له کبله دی او کله چې ستونزې هوارې شي بیرته د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل شي.

عالم ګل حقاني دغه راز ویلي، چې په ولایاتو کې به د پاسپورټونو د توزیع پروسه روانه ده.

که څه هم ښاغلي حقاني دغه تخنیکي ستونزې نه دي په ګوته کړي؛ خو ویل کیږي چې کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو د ویش پروسه وروسته له هغه وځنډوله کله چې په یادې پروسې کې د پراخې بې نظمۍ او په ځینو مواردو کې د اداري فساد له امله یاد وزارت ته په لوړه کچه شکایتونه ورسېدل.

باید وویل شي چې د پاسپورټ ریاست ته ورتلونکي مراجعین په ریاست کې د زیاتې بې نظمۍ او د مامورینو له ناوړه چلند څخه سخت شکایت کوي.

د عمر خالد په نوم د غزني ولایت یو اوسېدونکی چې پرون د یکشنبې په ورځ د پاسپورټ ریاست ته ورغلی ؤ، هلته د نارینه او ښځینه مراجعینو د ګډوډۍ او چارواکو د ناپامۍ له امله سرټکولو او د کورنیو چارو وزارت له چارواکو څخه یې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ننګرهار، کندز،ارزګان، کندهار، کابل اوس پسی دایکندی شو. لدی څخه ښکاری چی په ټولو ولایاتو کی داعش مخ په پراخیدو روان دی او متقی صیب بیا یوه وړه اردو غواړی او هم د پاکستان ضد عناصرو ته افغانستان کی ځای نه ورکوی. پاکستان ښه وپیژنی په والله چی ټول به ټوټی ټوټی کړی تر هغو چی خپل مقصد او مرام یی نوی پلی کړی. اسلامی ایتلاف او کاروان ابوعبیده یی لا له پخوا څخه جوړ کړی دی. لږ هوښیار اوسی پر پنجابیانو باور مکوی دومره چاپلوسی هم پکار نده لکه چی ملا متقی یی کوی. سیاست زده کړی جدی ووسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx