افغانستان

د پاسپورت د ادارې د کارکوونکو په شمول ۶۰ کسان نیول شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي د داخلي امنیت لوی ریاست د پاسپورت د ریاست د کارکوونکو په شمول ۶۰ کسان د جعلي پاسپورتونو د چاپ او جعلي اخطارنامو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت عمومي مدیر محمد نعیم ویلي دي چې ۶۰ کسان چې کمیشنکاران او د پاسپورت کارکوونکي دي نیولي دي.

هغه زیاته کړې چې دغه کسانو جعلي پاسپورتونه، جعلي تذکرې او د اسلامي امارت په نوم جعلي اخطارنامې جوړولې.

د داخلي امنیت دغه مسوول وايي چې اسلامي امارت هیچا ته اخطارنامې نه ورکوي، ځکه د پخوانیو جرمونو عمومي عفوه شوې ده او تر دې وروسته که څه جرم کوي نو نیول کیږي او څارنوالۍ او محکمې ته وړاندې کیږي.

کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې یادو کسانو کې ځينو د چاپ ماشینونونه له پاکستان څخه وارد کړي وو او خلکو ته یې جعل پاسپورتونه جوړول.

د خیرمحمد په نوم یو متهم اعتراف کوي چې خلکو ته یې اخطارنامې جوړولې څو له دغې لارې خلک خارج ته لاړ شي.

همدا راز د پاسپورت ریاست کارمندانو او نورو کمیشن کارانو هم اعتراف کړی دی چې له خلکو یې پیسې اخیستي دي او پاسپورتونه یې ورته جوړ کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه ناوخته د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې د پاسپورت د ویش پروسه په کابل کې درولې ده.

ویل کیږي چې کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو د ویش پروسه وروسته له هغه ځنډول شوې ده کله چې په یادې پروسې کې د پراخې بې نظمۍ او په ځینو مواردو کې د اداري فساد له امله یاد وزارت ته په لوړه کچه شکایتونه ورسېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ما مخکې هم وړاندیز کړی وو یو ځل بیا هم وړاندیز کوم چې د پاسپورټ اجرا په دوه یا دریو کتګوریو ووېشل شي: لومړی: عادي (په موجوده قیمت) په داسې توګه چې په یوه اوونئ کې اجرا او د طلب کوونکي تر لاسه ورسي دوهم: نیمه عاجل (په دوه چند قیمت) په داسې توګه چې په 48 ساعتونو کې صادر او د طلب کوونکي لاس ته ورسي دریم : عاجل (په لوړ قیمت) په داسې توګه چې په 4 ساعتونو کې اجرا او د طلب کوونکي لاس ته ورسي په دې توګه به 1) د پاسپورت ریاست په عوایدو کې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x