افغانستان

عامې روغتیا وزارت: د کرونا سره د مبارزې لپاره مرستې بندې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا د تشخیص او تداوۍ او له دغه مرض سره د مبارزې لپاره د بهرنیو سازمانونو او موسساتو مرستې بندې شوې دي دي.

د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو د عرضه کولو معین عبدالباري عمر خبریالانو ته ویلي دي چې نړیوال بانک او اروپايي اتحاديې ژمنه کړی وه چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به د کرونا د وايرس پروژه تمویلوي خو د تېرو پنځو میاشتو راهیسې یې آن د کرونا د برخې د روغتیايي کارمندانو معاشونه نه دي ورکړي دي.

ښاغلي عمر زیاته کړې چې نړیوال بانک همدا راز ویلي دي چې د نومبر د میاشتې له لومړۍ نېټې به په افغانستان کې د کرونا اړوند روغتونونه او روغتیايي مرکزونو نور نه تمویلوي او نه به یې اکمال کوي.

ډاکتر عمر ویلي دي چې په تېرو درې میاشتو کې ۳۴۶۰۰ مشکوک کسان تستونه کړي دي چې له منځه یې ۴۳۶۷ کسانو نتیجه مثبته راوتې ده.

هغه زیاته کړې چې په تېرو میاشتو کې ۲۶۶ کسان چې په کرونا اخته و مړه شوي دي او تر ۵۰۰زره زیات خلک یې واکسین کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت معین ګواښ کړی چې که چېرته نړیواله ټولنه په خپلو تعهداتو باندې عمل ونه کړي افغانستان کې به د کرونا  څلورم موج  بیا راشي او افغانستان به د یوې بشري فاجعې شاهد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کرونا یوه جهانی وبا ده چی له بهر څخه راغلی او په مهارولو کی یی باید ټوله دنیا د مسؤلیت احساس وکړی. دا په امارت او طالبانو پوری اړه نلری. کله چی د ګوزڼ د مرض لپاره نړی کار کوی همداسی دی د کرونا لپاره هم کار وکړی او سمدستی دی مرستی افغانانو ته جاری کړی. طبابت نباید سیاسی وی دا خلاف د بشر د حقوقو او د بین الملل د کانواسینینو ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx