افغانستان

افغانستان او ایران په اقتصادي او سوداګریزو مسائلو خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي  د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي په مشرۍ راغلي پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاري بلخي په یو ټویټ کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې په ګڼو دوه اړخیزو مسائلو بحث شوی دی. نوموړی زیاتوي د سوداګریزو، اقتصادي او پرمختیايي پروژو په هکله دواړو لوریو د نظر اتفاق لرلو، ځکه یې د دارنګه ناستو پردوام ټینګار کړی دی.

باید وویل شي چې د ایراني پلاوي په تشکیل کې د بیلا بېلو ګروپونو او اصنافو استازي شامل دي چې په کابل کې به د اړونده وزارتونو له کاري ټیمونو سره د هغوی ناستې دوام کوي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي په مشرۍ ایرانی پلاوی تیره ورځ کابل ته رارسېدلی او تمه څرګندیږي چې دلته په کابل کې له افغان چارواکو سره اقتصادي او سوداګریزو مسائلو کې ګټور مذاکرات ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx