افغانستان

امنيتي ځواکونو هغه کس نيولى چې ښځې يې خرڅولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ٢٥ لړم، ۱۴۰۰ل): د جوزجان امنيه قومندانۍ وايي چې هغه کس يې نيولى چې ١٣٠ تنه ښځو د خرڅولو باندې متهم و نيولى دى.

د جوزجان امنيه قومندان پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې شبرغان دوهمې امنیتي حوزې منسوبینو ياد کس د شبرغان ښار په مربوطاتو کې نيولى دى.

هغه زياته کړې چې ياد کس ځينو ښځې په چل و فريب نيږدې ولايتونو ته وړلې او په نورو خلکو به يې خرڅولې.

امنيه قومندان په وينا دوى د دغه کس له يوې اوږدې مودې راهیسې تر تعقیب لاندې نيولى و او تېر ماښام يې په عملياتو کې ونيولو او اوس له دوى سره توقيف دى.

بل لوري ته د جوزجان امنيه قومندانۍ په دغه ولایت کې د څلورو غلو د نيولو خبر هم ورکړى دى.

امنيه قومندانۍ ويلي چې يادو کسانو غوښتل چې غلا شوي  څاروي، برق لاينونه او موټر سرپل ولايت ته انتقال کړي چې د پولیسو له خوا ونيول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx