نظــر

په کور دننه او بهر د مشترکاتو لټون او سمون ته اړتیا ده

عبدالوحيد وحيد

د سياسي تړاوونو، شخصي ملحوظاتو او د سليقوي اړخ په نظر کې نیولو پرته د يوه افغان په توګه چارواکو ته لمن غوړوم چې په اوسني حالت کې په پراخه کچه ملي او بين المللى کړنلارو او تګلارو کې د مشترکاتو پر بنسټ د سمون او بدلون هڅو ته جدي اړتیا شتون لري. ننګونې او فرصتونه شتون لري. که مو فرصتونه ونشو کارولای، نو د ستر بشري ناورین او بوږنونکې اقتصادي فاجعې د رامنځته کيدو څرک ليدل کېږي. دا به داسې وحشتناکه سناريو وي چې تاسو به يې بيا د مديريت کولو توان ونلرئ.

زموږ د ټولو افغانانو ترمنځ دود ګرزيدلى دى چې د خپلو ګناهونو او نيمګړتياو په تړاو د غور کولو او سمون له خپل ځان څخه د پيلولو پرځاى پړه په بهرنيو لاسوهنو او مخالف لوري اچوو او د نورو خلکو پړه ګڼل موږ ته يو ډول د برائت احساس راکوي، خو واقعيت دادى چې که بهرنۍ لاسوهنه ومنو، نو بيا هم د هغوى په غوښتنه بد اعمال موږ ترسره کوو. موږ خپل وروڼه وژنو، هېواد ورانوو او د پرديو لاسوهنو پروژې عملي کوو.

متاسفانه د طالبانو لخوا د ټول هېواد له نيولو وروسته درې میاشتې تيرې شوې چې نه حکومت جوړ شو، نه د ملت غوښتنو ته حل لاره وموندلاى شوه او نه هم له نړيوالو سره د تفاهم لپاره کومه تګلاره چې د مشترکاتو پر بنسټ ولاړه وي رامنځته شوه. په عمومي ډول طالبان هم د خپلو کړنو د توجیه لپاره موانع وړاندې کوي او پړه د نړيوالو په غاړه اچوي. فکر کوي چې نړيواله ټولنه نه غواړي اسلامي امارت په خپلو پښو ودريږي. کفار له اسلامي نظام سره ازلي او ابدي دښمني لري وغيره وغيره.

شک نشته چې په نورو باندې د ملامتيا اچولو پر ځاى له هغوى سره د خبرو لپاره د مشترکاتو لټون مهم دى. د سمون او بدلون پيل هم په کور دننه له ولسونو سره د سمون او بدلون لپاره تعمیري هڅو او نوښتونو ته اړتیا ليدل کېږي. زما په اند نړيوال د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ځانونه مجبور ګڼي چې د مشترکاتو پربنسټ له طالبانو سره اړيکې نورمال وساتي. اسلامي امارت پرته له دې چې په اسلامي اصولو باندي معامله وکړي باید له نړۍ سره مشترکات لټولي واى او بيا يې د همدغو مشترکاتو په چوکاټ ورسره تعامل کړى واى.

که ژمنې له هر چا سره وي، خو ورباندې عمل کول په ټولو اديانو او مروجه قوانینو کې الزامي اړخ لري. که په لوړ پوړو پوستونو باندې د ګمارنو، د نجونو د زده کړو نامعلوم صورتحال، په ډيرو ادارو کې په ښځينه کارکونکو باندې د کار بنديزونو ته ځير شو نو يقيناً پوهيږو چې ستونزه شتون لري.

افغانستان اوس هم د نړيوالو د توجه محور جوړوي او د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه له اسلامي امارت سره تعامل ته لېوالتیا لري. د افغانستان د هيرولو له امله غرب ستر ځاني او مالي زيانونه وګالل، خو د موجوده حکومت لخوا په تګلارو کې بدلونونو ته سخته اړتیا ليدل کېږي او اوسنۍ ستونزه له نړيوالو سره د مشترکاتو په لټون کې د چارواکو پاتې راتلو نتیجه ده.

زما په اند د ځينې افغان مشرانو په دغه استدلال کې په عمومي توګه وزن نشته چې کفار داسې شرطونه او غوښتنې لري چې اسلامي امارت ته يې منل له سرو کرښو څخه د اوښتلو مترادف ګڼي. دا کلک ايماني فراست پياوړى استدلال او فعاله ديپلوماتيکه لابي غواړي چې د خبرو اترو په ميز باندې د ډير لږ انعطاف ښودلو له لارې څومره امتیاز ترلاسه کيداى شي.

د نړيوالو لخوا افغانستان ته د اړتیا لوړ ګراف، امنیتي او اقتصادي رقابتونه او د افغانستان جيو-ايکانوميک او جيو-پوليټيک موقعیت د افغانستان د چارواکو په لاسونو کې خورا ارزښتناک پواينټونه دي چې د خبرو په ميز باندې يې په خپله ګټه وکاروي. دغه موخې هغه مهال ترلاسه کيداى شي چې اوسنى حکومت په ملي او نړيواله کچه متوازنه معتدله او د اسلامي شريعت په رڼا کې يوه منل شوې انډوليزه تګلاره ولري.

که ژور فکر وکړو نو دقيقاً پوهيږو چې هيواد به مو د اوسني حکومت د ځينو سهوو له امله په راتلونکې کې له سختو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ شي. که د نړيوالو بنديزونو له امله ولس له ستونزو سره مخ کيږي، نو په زغرده وايم چې امارت به د ولسي غبرګون د مديريت کولو وړتیا ونلري او په افغانستان کې به ديني حلقات د اوږدې مودې لپاره د خلکو ترمنځ د يوه مطلقاً ناکام قشر په توګه وپيژندل شي.

د توپک په شپيلۍ د کابل له نيولو وروسته يقيناً ويلاى شم چې طالبانو د نفسياتي برترۍ له امله د پراخ بنسټه حکومت جوړولو کې ستونزه نه درلوده. د بيان د ازادۍ د عقایدو په چوکاټ کې اسلامي اصل دى. په حکومت کې د ولسي ګډون اصل باید په نظر کې ونيول شي. د مټو په زور د واک ترلاسه کولو مطلب قطعاً دا نه دى چې دولتي بنسټونه وسائط او شتمني شخصي ملکيت وګڼل شي. کار د کار اهل ته سپارل قراني حکم دى او موږ يې وينو چې په دغه مورد کې د امارت د چارواکو لخوا تخطي کيږي.

دا دريځ موجه نه دى چې څوک ووايي چې طالبانو ولايتونو او کابل په ناببره توګه په دومره تيزۍ ونيول چې د نظام جوړولو ته يې وخت نه ومونده. ايا تير شل کاله مبارزه د دې لپاره نه وه چې يوه ورځ به راځي چې هغوى به ارګ ته د بيا حکومت کولو له هوډ سره ننوځي؟

اوس هم لا وخت شته چې اسلامي امارت خپل لومړيتوبونه درک کړي، په عاجلو حالاتو د عاجلو پريکړو نوښت وشي. کورنۍ او بهرنۍ تګلاره ترتیب او ولس يې په هکله په اعتماد کې واخیستل شي. نړيواله سوداګري ژر تر ژره پيل شي. د خوراکي او سون توکو د قحط مخه ونيول شي. اقتصادي راکد حالت ته د پاى ټکى کيښودل شي. د نجونو او هلکانو ښونځي او دولتي پوهنتونونه پرانستل شي. اصلاحات په تدريجي ډول، د شرائطو په پام کې نيولو او د امکاناتو له ترلاسه کولو وروسته پيل شي. د ملي پراختیا پروژې پيل شي. له پاروونکو څرګندونو او اختلافي مسائلو راسپړلو څخه ډډه وشي. د بنسټونو د فعالولو لپاره ځينې عاجل ګامونه واخیستل شي.

اوس داسې ښکاري چې طالبان په فرعي او جزوي مسایلو کې نښتي دي، غير ضروري مسائل راسپړي او د خپلمنځي نظري اختلافاتو په پټولو باندې تمرکز کوي. هغوى فکر کوي چې نړۍ د هغوى د اختلافاتو را پارولو باندې پانګونه کوي.

د نجونو د زده کړو او د ښځو کار ستونزه دومره ستره ستونزه نه ده چې د اسلامي امارت او نړيوالو ترمنځ تقابل ته خبره لاړه شي. زه منم چې د نجونو د زده کړو او د ښځو کارى چاپيريال باید له هر ډول ګواښ څخه خوندي وي. دغه ډول خوندیتوب له نړيوالو سره د خبرو په ترڅ کې د حل وړ دى.

شته ستونزو ته سمه حل لاره پيدا کول د حکومت د بريا ضمانت دى. که داسې ونشي، نو ستونزې د ونو په شان نه وي چې له بيخه په ايستلو يې چاره وشي بلکې غر ورڅخه جوړيږي چې ختمول به يې پيړۍ وخت اخلي او يا به هم ناشونې وي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

جناب وحید صاحب خو خپلې ګېلې په ادبي انداز مسؤلینو ته د وطن دجوړښت په نیت وړاندې کړي په دې لیکنه کې د نوی نظام لپاره ډیر ګټور وړاندیز ونه شته چې ممکن په ملت کې د اکثریت نظر همدا وي . د ملت د اکثریت له توافق ورسته نړیوال د خپلو ګټو د خوندي کولو په نیت د مونږ سره تعامل او همکاری ته مجبوریږي . د دغو کړنو د اجرا لپاره په ورستۍ برخه کې وحید صاحب څومره ښه وایی چې ( اوس هم لا وخت شته چې اسلامي امارت خپل لومړيتوبونه درک کړي، په عاجلو حالاتو د… نور لوستل »

وحيد

سلامونه جناب احمد صاحب محترمه
يقيناً کله کله که اراده د سمون او بدلون لپاره شتون هم ولري خو وخت تير وي او د سمون هڅې ناکامه شي. ستاسو له نظر سره موافق يم چې اوس هم د سمون لپاره وخت شته. چارواکي باید ورڅخه ګټه پورته کړي
مننه

ځیرک څارونکی

رښتیا به سره وایو نړیوال په مجموع کې او غربی نړی په ځانګړی ډول له افغانستان سره په تعامل کې دوه مخی سیاست او پالیسی مخته وړی او له آزاده افغانستان او افغانانو سره خپل خصمانه او دښمنانه چلند مخته وړی د مشترکاتو په لټون پسی نه بلکه د مشکلاتو په لټون پسی دی او غواړی چی په یوه نه یوه شکل اوسنی حکومت ته د پوچو، بیهوده او واهی شعارونو په اساس مشکل ایجاد کړی او را وپرځوی او عام افغانان په بلا لا نورو زیاتو نه ختمیدونکو کړاونو کې اخته کړی او غلامی ته د نه لبیک ویلو… نور لوستل »

وحيد

مننه وروره!
ستاسو نظر منم خو موږ لاهم محتاج ملت يو. موږ له خپلو وروڼو سره لاس او ګریوان ولس يو. موږ ضرر منونکي يو. موږ اوس ډغره وهلو کې زيان مومو. دنيا خورا ستره ده موږ پکې يقيناً د مشترکاتو پربنسټ دوستان هم پيدا کولاى شو. “تعالو الى کلمت سواؤً بيننا وبينکم”

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx