اقتصادنظــر

که يو ډالر زر افغانۍ کړي!!!؟

وحيد اکسير
د نړۍ په ۱۸۰ اسعارو کې د ډېرو داسې پرمختللو هېوادونو پيسې شته چې موږ يې حتی له نوم سره نابلده يو، په مخته او ښکته‌ تګ خبرېدل خو یې پر ځای پرېږده، خو د ډالر ښکته او پورته‌والی آرامي راولي او غوغا جوړوي. ولې؟

که ووايو چې نړيوال ټول تجارتونه په ډالر دي، بلکل داسې نه ده، ډېر پرمختللي هېوادونه شته چې ډالر پکې هېڅ ارزښت نه لري، حتی سخته دښمني يې ورسره ده.

معلومه خبره ده چې پيسې او د پيسو د چلښت، ښکته او پورته‌ کېدو، شيندلو او بیا راټولولو قوانين د نړۍ د څو هېوادونو له خوا جوړ شوی او هر ډول بدلون یې په لاس کې لري. دوی پر نورو لارو سربېره د اسعارو بیې هم د هېوادونو د پرمختګ يا ځپلو لپاره کاروي چې بېلګې یې په اسيا کې افغانستان، پاکستان او ايران يادولی شو. يعنې پر انسانانو د لوبو يو ډول دا هم دی، خو څوک ډېر اغېزمن کولای شي؟

که مثلاً د افغانستان د سرحدونو کنټرول نه وي چې څه وځي او څه ننوځي، دا د او او معامله له افغانیو بغير په هېواد دننه په نورو اسعارو هم تر سره شي او په عین وخت کې يې پيسه د بهرنيو اسعارو په مقابل کې ټيټه وي، افغانستان به د دې لوبې يو تر ټولو اغېزمن هېواد وي. برعکس، که د سرحدونو کنټرول، د بې ضرورته موادو د وارداتو او په هېواد دننه د نورو اسعارو مخنيوی موجود وي، که هر څومره د افغانۍ ارزښت ټيټ شي، په صادراتو کې افغان حکومت د خپلې پيسې ارزښت په خپله ټاکلی او د اسعارو لوبه ګټلی شي.

څو وړاندیزونه:

۱. په افغانستان کې دننه، له افغانۍ بغير هر ډول پيسه بې ارزښته اعلان شي، که چا سره موجوده وي، بايد هېڅ ځای یې د چلولو لپاره ونه مومي.
۲. په بانکونو کې له افغانیو بغير، د نورو اسعارو د حسابونو جوړول بند شي.
۳. واردات او صادرات دولت په لاس کې واخلي او دويم لاس یې شخصي ارګانونو ته وسپاري‌.
۴. که څوک له هېواد بیرون ځي او ډالرو ته اړتيا پيدا کوي، د افغانستان بانک له لوري به افغانۍ پر لوړ ارزښت پرې پلورل کېږي، ځکه چې ياد شخص د هېواد پيسې بيرون مصرفوي.
۵. که څوک افغانستان ته راځي يا پيسې رالېږي، معلومه ده چې شخص به افغانيو ته اړتيا پيدا کوي او رالېږونکې پيسې به افغانيو ته بدلېږي، په دواړو صورتونو کې بايد اسعار په ټيټه بيه ترې واخيستل شي.
۶. پر بې ضرورته وارداتو او په هېواد دننه تولید یې مکمل بنديز اعلان شي.
۷. کوم څه چې افغانستان لري او يا يې بديل موجود وي، واردات یې بايد منع او يا سل فيصده ماليات پرې وضع شي‌.
۸. په دولتي او شخصي ارګانونو کې اړتيا وړ خوراکي او غير خوراکي توکي بايد د افغانستان تولید وي، که بهرنيو توکو ته اړتيا شي، بايد له نورو هېوادونو سره د افغاني توليداتو په مساوي بدلون کې منځ ته راغلي وي.

وما توفيقي الا بالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ُطاهر

وروره دا نظر دی ډیر خطرناک دی او د کمونستانو په شان دی او که عملی شی نو ټول اقتصاد به ورسره فلج شی. که دا ډول کنترول او محدودیتونه را منځ ته شی نو هیچ سړی او تجار به ونشی کولای چی خپلی پیسی په کار واچوی. له دی سره به ټول اقتصادی فعالیتونه ودرګیږی او ټول خلک به له لوږی سره مخ شی. شوروی اتحاد که څه هم ډیر تولید او تکنالوجی یی درلوده خو همدی دولتی کنترول او محدیدتونو یی اقتصاد او بیا ټول هیواد ونړوا. همده اوس هم په افغانستان کی که چیری خصوصی سکتور نه… نور لوستل »

محمد عبدالله

پيسى بايد خپل ذاتى ارزش ولرى او د كوم ورقى سند په شكل لاس په لاس نشى چى يو نامعلوم قرض د نامعلومى نيتى او نامعلومى اندازى او په بى اعتباره پشتوانى متكى نه وى بلكه پيسى بايد خبل ذاتى ارزش ولرى او د كومى پشتوانى محتاجه نوى لكه د سرو زرو سپينو زرو يا نورو فلزى سكى او يا جنس په جنس تبادله كه د سرو زرو او سپينو زرو سكى رايجى وى نو د هر چا ثروت د هغه په جيب كى او اختيار كى وى ، نه دا چى د يو ملت سرمايه د كوم نريوال ادارى… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

هر سړی له ځانه اقتصاد دان جوړ کړی او هوایی ډزو ته ئې مخه کړی نو چی داسې ده دا روسیه، برتانیه، چین او داسې نور هیوادونه لکه ایران او شمالی کوریا چی د امریکا هیڅ تاثیر په نشته هغوی ولی د سروزرو او سپینو زرو سکی نه رایجوی او خپل اقتصاد نه په قوی کوی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

محمد عبدالله

زيرك صيب كه زيرك نه وى خير خو لگ ادب هم خه وى. ستاسو دا دليل چى روس برتانيا يا چين هر كار شرعى قانونى او معقول دى او لكه بيزوگى له هغوى تقليد زيركتوب بولى احمقانه دى. اوس به ستا جواب لدغه زايه وركوم چى ته بايد پدى خبره پوهه شى چى دا تول مملكتونه د يوى ادارى او اقتصادى لحاظ باندى نريوال بانك او آى ام اف تحت تاثير لاندى دى او كوم عصرى تكنالوجى باندى چى ننى عصر متكى ده هغه هم له يو منبع سخه لاس ته رازى بيا يى نقل نورو مملكتونو ته وركول كيژى… نور لوستل »

3553EC87-AA56-40B1-88F0-B888CCA23531.jpeg
وحيدالله اکسير

تر هغې چې پر ډالر باور لرې، د امريکا غلامي به ورسره کوې. د اسلام اقتصادي نظام ډالر نه پېژني.

Unknown

کله چی نړی ټوله يوی خوا ته شي او موژ لکه د اوس په شان کړۍ کړي، بلکل همداسې باید وشي.

ځیرک څارونکی

  بالکل د نخښی مینځ د ویښتی المؤمن لِلْمؤْمن كالبُنْيان يَشُدُّ بَعْضُه بَعْضا، ثُمَّ شَبّك بين أَصابعه رواه البخاری دا د هر مومن وظیفه ده چی د بل مومن سره د خیر او تقوی په کار کې مرسته وکړی او پخپل مومن ورور باندی د بیځایه بد ګمانیو نه لاس واخلی کنی که دهغسی مسلمانان یو دبل سره اخته ول او کفار ترینه پاتی ول نو هیڅکله به هم د اسلام او مسلمانانو په حالت کې بدلون نه راځی او نه به هم مسلمانان او اسلامی نړی د کفارو او د هغوی د غلامانو او جاسوسانو له تسلط نه خلاصون… نور لوستل »

محمد عبدالله

زيرك صيب نظر وركول يا په يوه موضوع رنا اچول بى فايدى نه وى خو ستاسو اولنى انتقاد پر ما ستاسو پر بيخبرى دلالت كوى . كه تاسو د قاغذى پيسو په حقيقت نپوهيگى نو پكار دا وه چى له ما سخه د لا وضاحت غوختنه كرى واى يا مو مطالعه كرى واى او كه پوهيدى خو زما نظر تاسو ته سم نه خكاريدو نو بايد چى په دلايلو رد كرى واى اما تاسو فقط تحقير او طنز آميزه جملى مو استعمال كرى وو چى له يو زيرك انسان سره نه خايى ..

طاهر ثابت

د وحید سیب خبری تر یوځایه حقی دی.
خبره دآزاد بازار مقیدول دی. آزاد بازار دغلو په لاس کی دی او ضعیف دولتونو ته خطر دی.
ځینی مواد باید هیڅ وخت آزاد بازار ته عرضه نسی او ځینی بیا باید په ملی او خصوصی ډول عرضه سی.
مسلمانان دبازار دکنترول لپاره اصول لری خو ډیر عام دی. هغه نوی فکر ته ضرورت لری.
دشوروی او اوسنی روسیی ماډل دمنلو وړ ندی خو دچینایی ماډل مطالعه ضروری ده.

محمدعبدالله

امریکا ، نړیوال بانک او مرکزی بانکونه دی له بیوزلو انسانانو او خصوصا د افغانانو سره کمک د نکوی بلکه دقاغذی پیسو چاپول چی له عوامو انسانانو غلا ده بنده کړی او صرف د هغوی حقونه ورکړی هغه هم داسی.. چى كله په پيسو باندى خبره كيژى نو اول د بايد د قاغذى پيسو په تاريخ او چى سنگه منز ته راغى او حقيقت يى سه ده پوى شو بيا تر هغه وروسته ورباندى بحث گتور تماميژى او د حل لياره هم روخانه كيژى قاغذى پيسى چى نن صبا رايجه ده دا اصلا په خبل ذات كى ارزش نلرى بلكه… نور لوستل »

1.jpg
Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx