
د مختلط تحصیلي نظام د خالص کولو طرحه
عبدالجبار وحدت
تحصیل مبرمه اړتیا ده او د ټولنې د خوندیتوب، ویښتابه او ځراکت لپاره خورا اړین دی، یوازینی څیز تحصیل دی چې اذهان تنویروي، د هیوادونو د پرمختګ او ودې اسباب معلوموي او رامنځته کوي او هم د هېوادونو د پرمختګ لپاره زمینه سازي کوي، هو دا هر څه خورا مهم او اړین دي، مګر په یوه اساسي او شرعي چوکاټ کې، د ښځینه وو د مختلط والي موضوع په ډېرو اسلامي، آن غیر اسلامي هېوادونو کې هم جنجالي شوې ده او ډېری د تعلیم او تربیې متخصصین یې د تمرکز او زده کړې په برخه کې د دواړو جنسونو(نارینه او ښځینه) لپاره تاوان بولي او شرعاً د تحصیل اختلاط موضوع بېخي واضح ده، پدې برخه کې جیدو علماوو نهایي زیات کار کړی.
بحث په دې کوو چې څنګه باید دا نظام خالص شي، مانا ښځینه ځانته او نارینه ځانته تحصیل ته دوام ورکړي.
حل لارې
.1 باید تدریجاً د اختلاط د ختمولو لپاره کار وشي، ځکه موږ اوس د نظام اقتصادي وضعیت وینو، دا هیڅ نه ایجابوي، چې د دوو انجونو لپآره دې ځانګړی استاد استخدام شي.
.2 ښځينه استادانې باید په پراخه کچه استخدام شي، تر څو دا ستونزه حل شي.
.3 په راتلونکې کانکور کې د پوهنتونونو ظرفیت ته په کتو باید د انجونو جذب تر سره شي.
4 نجونې باید د نیاز سنجۍ په اساس هغه پوهنځي ووایي، په کومه برخه کې چې ورته اړتیا ده، معمولاً، طبابت او تعلیم او تربیه د دوی لپاره مناسب پوهنځي دي، په بانک، څارنوالۍ، انجنیرۍ پروژو کې دوی ته جدي اړتیا نه محسوسيږي.
.5 فی الحال محصلان باید په داسې شفټونو باندې ووېشل شي، چې سهولت موجود وي، هم استاد، هم اناثې محصلانې او هم اداري سټاف رسیده ګي وکړای شي، مثلاً سهار اناثې او مازدیګر نارینه محصلان
.6 که ممکنه وي په لویو پوهنتونونو یا زونونو کې مشخصا د دوی لپاره پوهنتونونه ځانګړي شي، چې ټول سټاف یې ښځينه وي.
.7 باید پدې برخه کې عامه پوهاوی رامنځته شي او نجونو او هلکانو ته د دې برخې اضرار بیان شي او همدارنګه د خالصوالي ګټې ورته بیان شي.
.8 ښه ده چې ازموینې یې هم په ځانګړي وخت او د ځانګړي سټاپ له لوري واخیستل شي.
.9 همدا راز که ممکنه وي، د ټولګیو ساونډ او بصري سیستم داسې جوړ شي، چې دواړه طرفه په اسانۍ غږ واورېدلی شي او د یو بل لیدلو امکان کم یا بیخي صفر وي.
درنښت
له ماسره یوه پوښتنه مطرح کېږي او الله دې وکړي چې ځيني وروڼه یې ځواب راکړي او هغه داچې که په یوه ټولګي کې انجونې جلا او هلکان جلا ناست وي او انجونې ټول محجبه وي نو پدې ناسته کې شرعي مشکل څه شی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ اسلام خو مونږ ته دا وایي چې یو نارینه او یوه زنانه دې له درېیم کس څخه پرته یوازې کېږي نه ځکه درېیم یې شیطان وي او د زنا احتمال شته نو په صنف کې خو دغه احتمال نشته ځکه هلته خو له درې کسانو څخه زیات وي نور خو شریعت نارینوو او ښځو ته… نور لوستل »
صیب کاشکی چی ټول مسلمانان په فکری لحاظ مسلمانان واي او د تقوا په یوه درجه کې وه او په شیطانی لومو کې نه را ګیریدلی او شرعی پولی ئې نه عبورولای. ما خپله په کابل پوهنتون کې درس ویلی او د هغه پوهنتون محصل پاتی شوی یم ته باور وکړه چی له محصل نه نیولی تر استاده په کې په نارواو اخته ؤ(البته ټول نه ښيمه ځینی داسې پاکه نفسه محصلین هم ول چی لدی کسانو سره ئي فزیکی شخړه کوله). خپل د سترګو لیدلی حال درته وایم د پوهنتون د کتابخانی شا، د سید جمال الدین د قبر… نور لوستل »
ځیرک صاحب حجاب په اسلام کې فرض دی او حکم یې معلوم دی اختلاط هم د غیر محارمو ترمنځ حرام دی او حکم یې معلوم دی او په دغه نظر کې هم زه له تاسو سره او حاکم نظام سره همغږی یم او تائیدوم یې او د اصلاح یوه لاره یې ګڼم لیکن حکم یې باید معلوم شي شرعي دلیل یې باید خلکو ته معلوم شي چې مونږ د اسلام د کوم دلیل په اساس دغه چاره ترسره کوو او وویل شي او داسې نور…….
مولوی صاحب لكه چی ما پورته مستندا وضاحت درکړی حکم هم معلوم دی او صریح دی په مومنانو کې د فحشاو او بی حیایو (الحیا شعبة من الايمان) د منکراتو د خپراوی د مخنیوی حکم چی په حکامو ئې مخنیوی لازمی دی او تر ټولو ښه لاره ئې همدغه بیلوالی دی.
مولوی صاحب اگر یک شخص عادی این سوال میکرد میگفتیم البته نمیداند سوال کرده اما این سوال از طرف یک عالم دین برایم مغرضانه معلوم میشود بجواب سوال شما مولوی صاحب اگر هدف از اختلاط در دین فقد به زنا و موجودیت فرد سوم خلاصه میشد حضرت محمد صل الله علیه وسلم جدا کردن بستر برادر و خواهر امر نمی کردند در حالیکه در پهلوی پدر و مادرش شان میخوابد. مولوی صاحب این اختلاط درسی که از غرب بما به میراث آمده من در حالیکه کاملا مخالف آن در پوهنتون استم اما آنقدر رنجم نمیدهد که زمانیکه در مکاتب دختر… نور لوستل »
جناب نعمت الله جان من هم هم نظر شما هستم و همین نظریکه نوشته شده نظر بهتر میدانم و یک نمونه را برای شما تقدیم میکنم که در مصر در پوهنتون الازهر مصر هم فاکلته های زنان و مردان جدا است و لیلیه های مردانه و زنانه هم جدا اند لیکن یک نکته که من میخواستم از دوستان تفصیل آنرا بخواهم ما در اسلام وقتیکه یک حکم میکنیم باید دلیل آن حکم را ذکر کرده و استدلال ما نظر به حکم باشد خصوصا وقتیکه میګوییم حلال و حرام باید دلیل قطعی بالای حلال و حرام داشته باشیم اګر ما بخاطر… نور لوستل »