افغانستان

افغانستان-پاکستان اونۍ کې د دواړو هېوادونو تر منځ په لسو پروازونو موافقه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ٢٥ لړم، ۱۴۰۰ل): افغانستان او پاکستان د هوانوردۍ په برخه کې تازه هوکړې کړي دي چې له مخې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ پروازونو کې زياتوالى راځي.

دغه هوکړې چې تازه د بهرنیو چارو وزير په مشرۍ افغان پلاوي اسلام اباد ته د سفر پر مهال کړي دي.

د نويو هوکړو له مخې به د کابل-اسلام اباد تر منځ لس پروازونه کيږي چې له منځه به يې اته پروازونه په کوچنيو او دوه پروازونه په لويو الوتکو کې کيږي.

همدا راز په دغه الوتنو کې به پنځلس سوه مسافر په اونۍ کې انتقالولاى شي. تر دې وړاندې په اونۍ کې دغه الوتکو يواځې زر کسه مسافر انتقالولاى شول.

د هوکړې له مخې افغان هوايي شرکتونه کولاى شي چې د افغانستان د هر هوايي ډګر څخه د پاکستان اسلام اباد، پېښور او کويټې هوايي ډګرونو ته الوتنې وکړي.

همدا راز پاکستاني هوايي شرکتونه کولاى چې د پاکستان د هر هوايي ډګر څخه د افغانستان کابل، مزار شریف او کندهار هوايي ډګرونو ته پروازونه وکړي.

افغانستان همدا راز له پاکستان غوښتي دي چې په نيږدې راتلونکي کې د کوټې هوايي ډګر پر ځاى د کراچۍ هوايي ډګر ته د الوتنو اجازه ورکړل شي.

د هوکړې له مخې  پاکستان ژمنه کړې چې دافغانستان د هوایی چلند کار کوونکو ته د اطفایې، مصونیت، کنترول ترافیک، هوا پیژندنې او د هوایي ډګر د مدیریت په برخو کې لازمې مسلکې زده کړې برابرې او تر سره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul jan

پاکستان ته بايد هيڅ بس او طياره اونه ليګو. مونږ بايد يوازی هندوستان ته لاړ شو. پاکستان مو د ښمن دی مونږ بايد خپلی افغانی خوياندی هندوانو ته ويسو. دا زموږ د هر افغان ارزو ده او بايد عمل پی اوشی د تير په څير..

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx