افغانستان

افغان او پاکستاني لورو د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په هکله یو لړ هوکړې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پاکستان ته په سفر تللي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او یو لړ نورو موضوعاتو په هکله خبرې  اترې کړي دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت د یو لړ ټویټونو له لارې څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه شوې چې د یوې میاشتې په جریان کې به د نوې کمیټې په تشکیل سره د «اپټا ۲۰۲۱م» تړون په هکله بیا خبرې پیل شي.

په دغو خبرو کې پاکستاني لوري دا منلې چې د افغان سوداګرو او ټرانسپورټ لپاره به ملي چلند تضمینوي او هغه آسانتیاوې به ورکوي کومې چې په افغانستان کې پاکستاني سوداګرو ته ورکول کیږي.

ددې ترڅنګ د پاکستاني لوري په غوښتنه افغان چارواکو ژمنه وکړه چې د تورخم ـ جلال آباد لویې لارې د دوه ګوني باروړونکي لارې پروژې کارکوونکو ته د ویزې او امنیت په هکله لازمې آسانتیاوې برابروي.

د افغان سفارت د معلوماتو له مخې پاکستاني لوري افغان پلاوي ته د سوداګرۍ، بانکدارۍ، د نباتاتو د ساتنې، د ګمرکونو او نورو تخنیکي برخو کې د روزنې او ظرفیت لوړولو د کورسونو دائرولو وړاندیز کړی او افغان لوري ورته ویلي، چې په دې هکله به له څېړنو وروسته د اړتیا په صورت کې لازمه پرېکړه کوي.

د پېښور ـ جلال آباد د بس خدماتو په هکله دواړو لوریو هوکړه کړې چې د ۲۰۰۵ کال د تړون په رڼا کې به د اړونده ادارو له موافقې وروسته د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې د بسونو د بیا پیل په هکله خبر ورکوي.

ددې ترڅنګ افغان او پاکستاني چارواکو هغو لاریو ته په خپلو سیمو کې د لازمو آسانتیاوو برابرولو هوکړه کړې چې د ټرانسپورټ په نړیوالو اصولو(TIR) برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx