ورزش

فوټبال: افغانستان دوستانه سیالي کې اندونیزیا ته ماته ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان فوټبال لوبډلې د اندنیزیا فوټبال ملي لوبډلې ته په یوې تمریناتي سیالۍ کې د ۱-۰ په بدل کې ماتې ورکړه.

دغه سیالي د ترکیې په انتالیا ښار کې نن له ماښام وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري ترسره شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ نیمایي کې هیڅ ګول ونه وهل شو، خو د دوهمې نیمایي په وروستیو شېبو یا ۸۵مه دقیقه کې د افغانستان له لوري یوازینی ګول منځني لوبغاړي امید پوپلزي راوړ.

امید پوپلزی په ۷۷مه دقیقه کې د نجیم حیدري پرځای میدان ته ښکته شو، او ۸ دقیقې وروسته یې افغانستان ته ګټونکی ګول راوړ.

له دې وړاندې د روان کال په پنځمه میاشت کې هم د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ فوټبال سیالي ترسره شوې وه چې افغانستان په ۳-۲ بریا خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx