ورزش

د کرکټ نړیوالې شورا تر ۲۰۳۱م کال پورې د خپلو ۸ مهمو ټورنمنټونو مهالویش په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو شاوخوا لسو کلونو لپاره د خپلو مهمو ټورنمنټونو مهالویش په ډاګه کړ چې په ۱۴ هېوادونو کې به ترسره شي.

له ۲۰۲۴م څخه تر ۲۰۳۱م کالونو په موده کې به څلور د شل اوریز نړیوال جامونه، دوه چمپينز ټرافي او دوه د پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جامونه ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په خپاره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴م شل اوریز نړیوال جام به د ویسټ انډیز ترڅنګ په امریکا کې ترسره شي. دا لومړی ځل دی چې امریکا به د کرکټ د یوه مهم ټورنمنټ کوربه توب کوي او د جون په میاشت کې ترسره کیږي.

له شل اوریز نړیوال جام ۸ میاشتې وروسته د ۲۰۲۵م کال په فبروري میاشت کې به چمپینز ټرافي ترسره شي، چې د کوربه توب حقوق یې پاکستان ته ورکړل شوي دي، دا به په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل وي چې پاکستان د کرکټ نړیوالې شورا مهم ټورنمنټ کوربه توب وکړي.

په ۲۰۲۶م کال کې به یو ځل بیا د شل اوریز نړیوال جام ترسره شي، چې کوربه توب یې هندوستان او سریلانکا ته ورکړل شوی دی.

د ۲۰۲۷م کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې به د سویلي افریقا او زمبابوې ترڅنګ نمیبیا د کرکټ نړیوال جام کوربه توب وکړي، دا لومړی ځل دی چې د بشپړ غړیتوب نه لرونکې لوبډله به د یو ورځني نړیوال جام کوربه توب په غاړه ولري.

د ۲۰۲۸م کال په اکتوبر میاشت کې به یو ځل بیا د شل اوریز نړیوال جام ترسره شي چې کوربه توب به یې استرالیا او نیوزیلاند لوبډلې په ګډه کوي.

د ۲۰۲۹م کال په اکتوبر میاشت کې هند لوبډله د شل اوریز جام کوربه توب وروسته د چمپینز ټرافي کوربه توب هم وکړي.

په ۲۰۳۰م کال کې به انګلستان د ایرلینډ او سکاټلنډ ترڅنګ د شل اوریز نړیوال جام کوربه توب وکړي. له دې وړاندې په ۱۹۹۹م کال کې ایرلینډ او سکاټلینډ لوبډلو د آی سي سي یوه مهم ټورنمنټ کوربه توب کړی و.

د یاد مهالویش وروستی ټورنمنټ به د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام وي چې په ۲۰۳۱م کال کې به یې هندوستان او بنګلادیش هېوادونه کوربه توب وکړي. دغه لوبې به د اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شي.

باید وویل شي چې په ۲۰۲۲م کال کې له نن نه څه کم یو کال وروسته د شل اوریز نړیوال جام په استرالیا کې ترسره کیږي، دغه راز د ۲۰۲۳م کال یو ورځنی جام په هند کې ترسره شي، دغه دوه مهم ټورنمنټونه د آی سي سي له اوسني مهالویش څخه بهر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx