نړۍ

چين کې زلزلې ۱۷۵ کسان وژلي

نن ټکی اسیا(یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳:) د چين سويل ختيځ کې يوې درنې زلزلې ۱۷۵کسان وژلي او له ۱۳۰۰ زيات يې ټپيان کړي دي.

د چين رسمي خبري اژانس «ژنهوا» وايي، چې يوې زورورې زلزلې د چين سويل ختيځ کې ۱۷۵ کسان وژلي، له ۱۳۰۰ زيات پکې ټپيان دي او زرګونه کورونه يې ړنګ کړي دي.
د امريکا د ځمکپوهنې اداره وايي، چې ۶،۱ درجه زلزله وه او مرکز يې د چين سويل ويپينګ ايالت سره يولس کيلومترۍ يونن سيمه کې و.
راپورونه وايي، چې زلزله پر ځايي وخت د ماښام شپږنيمې بجې وشوه.

د ژنهوا خبري اژانس له قوله د زلزلې له امله ګڼ کورونه په ځمکه ننوتي دي.

چينيايي رسنۍ وايي، چې د تېرو څوارلسو کالو په ترڅ کې دا تر ټولو قوي زلزله وه.

ويل کيږي، چې تر ټولو زيات ځاني زيانونه کيوجيا ولسوالۍ کې رامنځته شوي دي.

چينايي چارواکي وايي، چې له زلزلې وروسته خلک له خپلو کورونو لارو او کوڅو ته راووتل او دغه مهال د يوسيميز ښوونځي ودانۍ هم په ځمکه ننوتله.

د زلزلې له امله سيمه کې برېښنا پرچاو او د ژوند اړين توکيو ته لاس رسي ناشونی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x