نړۍ

هند د ذاکر نایک په اسلامي څېړنیز مرکز بندیز تمدید کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د هند کورنیو چارو وزارت نن سه شنبه د ډاکتر ذاکر نایک اسلامي څېړنیز بنسټ باندې لګیدلی بندیز پنځه کاله نور هم تمدید کړ.

د هند حاکم ګوند بهارتیا جنتا پارټي (بي جي پي) چې  مذهبي توندلاری ګوند او د مسلمانانو او اسلامي ګوندونو سره په تعصب او تبعیض مشهوره دی په دغه هیواد کې د اسلامي ګوندونو په تضعیف له اوږدې مودې راهیسې لاس پورې کړی دی. یاد ګوند د «هندوتوا» یا د داسې یو دولت لپاره چې اساس یې هندو مذهب وي د جوړیدو هڅې کوي او د همدې لپاره په دغه هیواد کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو د څنډې کولو توندې هڅې کوي.

د بي جي پي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون (ترهګرۍ قانون) له مخې په لومړي ځل د پنځو کلونو لپاره د ډاکتر ذاکرنایک څېړنیز بنسټ غیرقانوني اعلام کړ.

د هند د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ذاکرنایک څېړنیز بنسټ داسې فعالیتونه کوي چې د هند امنیت، او سیکولر جوړښت ته زیان رسوي.

دوی ادعا کړې ده چې د ذاکرنایک بیانیې ځوانان دې ته تحریکوي چې ترهګریز فعالیتونه وکړي.

ذاکرنایک چې د سولې په نوم تلویزونه هم درلود، یو له مشهورو مبلغینو څخه دی او د قوي استدلال پر مټ یې ډېر خلک مسلمانان کړي دي.

خو د هند مذهبي توندلاری حاکم ګوند د ذاکر نایک د تبلیغ څخه د ویرې احساس کوي او له همدې کبله یې په ذاکر نایک او د هغه په تنظیم بندیز لګولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx