نړۍ

د امريکا او روسيې استازي د افغانستان په اړه غږيدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۰ل): افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړی استازی توماس ويسټ د روسيې پلازمېنې مسکو ته تللی او هلته يې له خپل روسي سيال ضمير کابلوف سره د افغانستان په موضوع خبرې کړي دي.

تومایس ویست د خپل ماموريت له پيله دا لومړی ځل دی، چې مسکو ته ځي او هلته يې د ضمير کابلوف سربېره د روسيې د ملي امنيت شورا له مرستيال او نورو چارواکو سره د افغانستان سربېره په دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د امريکا ځانګړي استازي په خپل ټويټ کې ويلي، له روسي چارواکو سره يې د دوه اړخيزو منافعو، افغانستان  او د اسلامي امارت له لوري پر خپلو ژمنو د عمل کولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

توماس ويسټ د روان نومبر په لومړيو کې د ولسمشر جو بايډن له لوري د زلمي خليلزاد پر ځای افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ګومارل شوی دی.

نوموړی د خپل رسمي ماموريت په پيل کې د بلجيم پلازمېنې بروکسل ته لاړ، هلته يې د اروپايي ټولنې او د امريکا له متحدينو سره د افغانستان روان وضعيت او د اسلامي امارت په رسميت پېژندو لپاره د تګلارې په جوړولو خبرې اترې کړي دي.

ښاغلي ویسټ تېره پنجشنبه د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام اباد کې د ټرويکا پلس په غونډه کې هم ګډون کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx