
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا کانګرس په پرانیستي لیک کې د پیسو کنګل کول د دوحې تړون خلاف عمل بللی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د امریکا کانګرس ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي، چې د افغانستان د ملي ذخایرو کنګل کول د دوحې تړون خلاف عملی دی.
په دغه لیک کې ښاغلي متقي د افغانستان او امریکا د اړیکو تاریخ او په هغې لوړو ژورو ته په کتو ویلي، چې د دواړو دولتونو ترمنځ د تیرو شلو کلونو جګړې پای په ۲۰۲۰م کال کې د دوحې تړون په لاسلیک سره وشو، چې په خبره یې ددې تړون عملي کول د دواړو هېوادونو او ولسونو په ګټه دي.
متقي د اشرف غني له تېښتې وروسته کابل ته د طالب ځواکونو ننوتل د خلکو په غوښتنه او د هغوی د سر اومال څخه د خوندیتوب بللي؛ خو د اسلامي امارت واک ته رسېدو سره یې د امریکا لخوا د افغانستان د مرکزي بانک په شتمنیو بندیزونه لګول حیرانوونکی عمل بللی، ځکه دده په باور د دوحې تړون له لاسلیک وروسته اوس افغانستان او امریکا یو د بل دښمنان نه دي.
په یاد لیک کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د یو خپلواک او مسئول دولت په څېر افغانستان د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ته لیواله دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز له امریکا څخه غوښتي دي ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي، ځکه دا دولس غوښتنه ده، نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی که چیرې حالت همداسې دوام وکړي ښايي افغان ولس له سختو ستونزو سره مخ شي، سیمې او نړۍ ته پراخ بشري، اقتصادي او د کډوالۍ کړکیچ وزیږوي.
ددې لیک بشپړ پښتو متن دلته لوستلای شئ.
د لیک په پای کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا د امریکا د کانګرس له استازو او امریکايي چارواکو ته ویلي چې باید د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په خلاصولو کې مسئولانه اقدام وکړي او په دې توګه افغانستان کې د یو بشري ناورین په مخنیوي او د افغان او امریکایي ولسونو ترمنځ د خوابدۍ مخنیوی وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې مهال له امریکا له حکومت او کانګرس څخه په یو پرانیستي لیک کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کوي، چې له تیرو درې میاشتو راهیسې د امریکا حکومت د افغان ولس شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني کنګل کړې، د کومې له امله چې د افغانستان روغتیايي، ښوونیز او د ټولنیزو خدمتونو سیستمونه له سختو ستونزو سره مخ شوي او ترڅنګ په سلګونو زره دولتي مامورین د معاشاتو له ترلاسه کولو هم بې برخې شوې دي.
نو بیا منتظر کینی که سنگه ؟ که پیسی درخوشی هم شی ، د یوه کال مصرف مو دی ، بیا سه کوی ؟ لری داسی خلک چی د ناکامورا په شان چی نه په خدای خپل نیک عمل خرسوی نه یی په مخلوق خرسوی ، نه د آخرت طمع لری نه د دنیا ! سه درباندی شوی وسایل لری او د طلا او زمرد ، هم د تیلو هم د گازو کانونه هم ابتدایی وسایل لری هم بشری قوا ، مه وارخطا کیگی ، رب تعالی ته او د هغه زیرموته مخه کری دا تر دالرو دیر بهتره دی… نور لوستل »
دوی د کار اهل ندی د طلا او زمردو و استخراج لپاره مسلکی کسانو ته ضرورت دی دوی حتی له پخوانیو طالب مشرانو څخه لکه ملا ضعیف، متوکل، معتصم صیب … هم کرکه لری. الله ج هغه ذات دی چی هر څه یی مونږه ته په ځمکی خلق کړی. سوره بقره ۲۹ آیت. خو فزیک، کیمیا، ساینس او تکنالوژی ته ضرورت دی چی دا هر څه تر لاسه کړو. تالب په وظیفو لوی شوی کسان دی ټول عمر یی طفیلی ژوند کړی هغوی چیری ځانو ته زحمت ورکوی او نه هم د کوم کار چل ورځی فقط پنجاب ته چاپلوسی… نور لوستل »
سر ټیټو ذلالت نور څه ته وایی؟ هر کفر او کافر ته مو د ګدایی کچکول په لاس نیولی. ۴۲ هیوادو ته مو ماته ورکړی خو د بیوزلی او فقر له وجی پوهنتونونه رحصت کوو. نن سبا د شهیدانو زامن، میندی ګدایی کوی او نزدی ته چی عزت یی تباه شی. فقر به حتمی خلک د بی عزتی او بی ناموسی خواته سوق کوی. دا حدیث شریف دی.