افغانستان

ازبکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په افغانستان کې سوله د خپل هېواد لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اړیکې به د متقابل احترام او د یوه او بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو مطابق دوام وکړي.

کاملوف دا څرګندونې یوې د اروپايي خبریالانو ټولنې(EURACTIV) سره د یوې اوږدې مرکې په ترڅ کې کړي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې سوله او ښې اړیکې د تاشکند لپاره ډیرې مهمې دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمن کېدو ته په اشارې سره هغه ویلي، چې ازبکان څو پیړۍ د افغانانو ترڅنګ ژوند کړی او دواړه هېوادونه ټولنیز او کلتوري مشترکات لري.

کاملوف د کابل او تاشکند اړیکې تاریخي یادې کړي چې په خبره یې دا اړیکې له څو پیړیو راهیسې دوام لري.

په دې مرکه کې کاملوف له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې باید له اسلامي امارت سره رغنده مذاکراتو ته کښيني او په اوسنیو سختو حالاتو کې افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان تردې وړاندې هم د افغانستان له نوي حکومت څخه ملاتړ اعلان کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

ازبکستان له شو گاوندیو زینی یو دی ، مننه له ازبکستان سخه ، هره شی گینه بدل لری !
Do good , get good

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x