افغانستان

کابل ښار کې بمي چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار لویدیځ کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا پېښه نن مازدیګر د کابل ښار دریارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یو تونس موټر د نښلول شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چې په نښه شوي موټر کې ۴ تنه سپرلۍ وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د کابل ښار امنیتي مسئولینو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

دا کارونه ټول بهرنی استخبارات د داعش تر پوش لاندی کوی، زه پدی اجتماعی انټرنټی پاڼو لکه فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او نورو کې د سر په سترګو ګورم چی د غربی نړی کفار او جاسوسان ئې کله پخيل اصلی نوم او کله د مسلمان تر نامه لاندی شیعه او سنی مسلمانان یو د بل په ضد جنګ او جکړی ته هڅوی. زه یوه پوښتنه لرم شیعه ګانو په اوسنی وخت کې په افغانستان کې سنیانو ته داسې څه بالفعل خطر متوجه کړی چی داعش ئې وژلو ته لاس اچولی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ حربی کفار خو هم له افغانستان نه ووتل او غلامان ئي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx