افغانستان

د ګاونډیو هیوادونو وزیرانو غونډې ته افغان حکومت بلل کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې د افغانستان د ګاونډیانو درېیمې ناستې ته به افغان حکومت هم دعوت کړي.

شاه محمود قریشي د سنا د بهرنیو چارو کمېټې سره په ناسته کې ویلي دي چې د افغانستان سرپرست حکومت به د افغانستان د ګاونډيو د وزیرانو را روانې غونډې ته دعوت شي.

د افغانستان د ګاونډيو د وزیرانو په ناسته کې د چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسيې هیوادونه ګډون کوي. تر دې وړاندې دغو هیوادونو په ۸م ستمبر په اسلام اباد او ۲۷م اکتوبر په ایران کې غونډې کړې دي.

تېرو دوه ناستو ته افغان حکومت  نه و دعوت شوی دی.

ټاکل شوې چې را روانه ناسته به په چین کې وشي خو تر دې دمه د دغې ناستې وخت نه دی تعین شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx