ورزش

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ ارزولو لپاره کمیټې وټاکله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د وروستیو حکومتي بدلونونو په رڼا کې د افغانستان کرکټ بورډ او په هېواد کې د کرکټ وضعیت د بیا کتنې لپاره د کرکټ نړیوالې شورا کاري ډله ټاکلې ده.

دغه کمیټه به په راتلونکو څو میاشتو کې د کرکټ نړیوالې شورا ته د افغانستان کرکټ وضعیت د ارزیابي کولو راپور وړاندې کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلی وایي، د کرکټ نړیوالې شورا بورډ ژمن دی چې د افغانستان د کرکټ ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو د نارینه او ښځينه کرکټ پرمختګ ته وده وکړي.

نوموړی زیاتوي، «موږ باور لرو چې ددې پرمختګ لپاره تر ټولو موثره لاره به د نوي حکومت سره د خپل بورډ غړو د هڅو ملاتړ کول وي».

په دغه ناسته کې د کرکټ نړیوالې شورا مشر ترڅنګ د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي، د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجه او یو شمېر نور لوړو پوړو چارواکو ګډون کړی و.

The Board of Directors at the ICC Board Meeting held on 16 November 2021

د نړیوالې شورا له لوري خپره شوې اعلامیه زیاتوي چې کرکټ د افغانستان لپاره د مثبت بدلون یوه غوره لاره ده، ځکه دغه هېواد کې ځوان قشر زیات دی او د خلکو د یووالي سرچینه ګڼل کیږي چې په وروستیو کې د بدلونونو پرمهال ولیدل شول.

اعلامیه وایی، د همدې روان کرکټ د دوام او پرمختګ لپاره غواړو د افغانستان د کرکټ بورډ له لارې بدلونونه راولو او ورسره حالات له نیزدې وڅارو او د شرایطو په اساس یوې حتمي پریکړې ته ورسیږو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي سرپرست رئیس میرویس اشرف او اجرائیه رئیس نصیب خان د کرکټ نړیوالې شورا له غونډې وروسته د هند کرکټ بورډ عمومي رئیس سارو ګنګولي او د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس سره غیر رسمي لیدنه وکړه.

ددوی ترمنځ لیدنه کې د دوه اړخیزه کرکټ په ګډون په بېلا بېلو اړخونو خبرې وشوې او ددغه ډول ناستو د دوام پریکړه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx