افغانستان

آی ایم ایف پاکستان ته د قرض ورکولو لپاره پنځه  شرطونه ایښي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پاکستان ته د نوي ۶ میلیارده ډالره قرضونو ورکولو لپاره پنځه شرطونه ایښي دي چې په پوره کولو سره به یې د دغه صندوق بورډ پاکستان ته د قرض ورکولو لپاره غونډه وکړي.

په مالي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر مشاور شوکت ترین ویلي دي چې دوی د آي ایم ایف سره نور ټول مسایل حل کړي دي او هغوی له دوی د پنځه شرطونو د پوره کولو غوښتنه کړې څو دوی د پاکستان په اړه غونډه را وغواړي.

شوکت ترین زیاته کړې چې دغه شرطونو کې د پاکستان مرکزي بانک قانون کې تعدیلات راوستل؛ د مالیاتو څخه د معافیت استثنا ختمول او په انرژۍ (برېښنا او داسې نور) تعرفې لوړول شامل دي.

هغه ویلي دي چې حاضره یې د انرژۍ په برخه کې تعرفې لوړې کړي دي او د مالیاتو څخه د معافیت استثنا ختمول او پاکستان مرکزي بانک استقلالیت اړوند اقدامات به د را روان کال فرروي او مارچ میاشتو پورې وشي.

شوکت ترین په وینا کله چې پاکستان دغه شرایط پوره کړي نو پاکستان ته د قرض ورکولو په اړه به د آی ایم ایف د بورډ غونډه  راوبلل شي.

ډان ورځپاڼه وايي چې آی ایم ایف د پاکستان څخه غوښتي چې ‎ یو تریلیون او ۷۰ میلیارده کلدارې مالیاتو معافیت ختم کړي.

د مالیاتو د معافیت ختمېدو سره  به په دغه هیواد کې د هغه اشیاوو چې عام استفاده کیږي نرخونه لوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی یوه هیواد سره چی قرضونو کی غرق دی معامله کول، تړونونه امضاء کول جایز ندی. اوس طالب حکومت د یوه تړون په اساس د هوایی چلند کار کوونکی پاکستان ته د زده کړی لپاره استوی. ټول طالبان دی خبر وی چی د پاکستان د پیلوټانو اسناد جعلی دی، د هغوی هوایی شرکتونو باندی بندیزونه لګیدلی صرف د هغوی د جعلکاری، نا اهلی او نا پوهی له وجی. څنګه هغوی کولی شی چی زمونږه اداری کسانو ته زده کړه یا ترننګ ورکړی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx