
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د هند په پلازمینه نوې ډیلي کې د هوا ککړتیا خورا ناوړه کچې ته رسېدلې ده چې له کبله یې د ډیلي حکومت تر بلې خبرتیا پورې د ښوونځیو او کالجونو د تړلو پریکړه کړې ده.
د ډیلي حکومت دغه ښار ته د غیر ضروري لاریو ننوتل منع کړي، ترڅنګ یې د نومبر تر ۲۱مې پورې پر هر ډول ودانیزو چارو بندیز لګولی او د بریښنا کوټونو له برخې یې یوازې پنځو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د شنبې په ورځ د ډیلي حکومت د یوې اونې لپاره د ښوونځيو تړلو او د لږ تر لږه څلورو ورځو لپاره د ساختماني کارونو منع کولو پریکړه وکړه، خو د سه شنبې په ورځ یې د یوه حکم له لارې چې د سه شنبې په ورځ تصویب شوه د هوا کیفیت مدیریت کمیسون ټولې ښوونیزې ادارې تر بلې خبرتیا پورې وتړلې.
په ډیلي ښار کې شاوخوا ۲۰ ملیونه خلک اوسیږي او د نړۍ یو له خورا ککړو ښارونو ګڼل کیږي چې هر کال په ژمي کې د زهرجنې هوا په لوګي کې پټیږي.
په ډیلي کې په ځانګړي ډول د دیوالي مذهبي مراسمو وروسته د ښار هوا ککړتیا کچه خورا لوړه شوې، او د روغتیا نړیوال سازمان په وینا سخت او زیان رسونکي حالت ته رسېدلې ده، چې د انسان په سږو او زړه ناوړه اغیز کوي او مرګ ګواښونکې ثابتېدلی شي.
په دې اونۍ کې ۲.۵ PM کچه- زیان لرونکي ذرات دومره کوچني دي چې د سږو تنفس له لارې د یوه شخص د وینې جریان ته ننوځي، چې د سږو او زړه ناروغۍ لامل کیږي.
د ډیلي ښار په شاوخوا کې د هوا ککړتیا کچه له ۴۰۰ لوړه ده، په داسې حال کې چې د همدغې ښار هوا تېره اونۍ د دیوالي مراسمو پرمهال له ۵۰۰ پورته شوې وه چې د عادي حالت څخه ۳۰ سلنه لوړه خطرناکه ده.
د موټرو او فابریکو لوګیو، دوړو او ناوړه موسمي وضعیت، دغه راز د دیوالي مراسمو پرمهال د پټاخیو او دېته ورته څیزونو الوزولو له کبله ډیلي د نړۍ خورا ککړه هوا لرونکو ښارونو په لومړي سر کې راځي.
ددې سربېره د پاکستان لاهور او د چین بیجنګ ښارونو هوا ککړتیا هم په ژمي کې سخت او خورا زیان رسونکي حالت ته رسیږي.
د نومبر په ۱۷مه په لاهور کې د هوا ککړتیا کچه ۳۴۸ ته رسېدلې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له ټاکل شوي معیار څخه خورا لوړه ده. روغتیا پالان د هوا ککړتیا کچه چې روغتیا ته زیان رسوي ۳۰۰ ښيي.
لومړۍ برخه: د وروستیو پېړيو بدلونونه او د انسانانو او نورو مخلوقاتو پر ژوند يې منفي اغېزې. ټکنالوژي او عصري صنايعو؛ د انسانانو ژوند ډېر اغېزمن کړی، په ځانګړي توګه په اتلسمه پېړۍ کې د صنعتي انقلاب له پيل وروسته چې کوم اختراعات منځ ته راغلي، د هغه الهي قوانينو د ګډوډۍ لامل ګرځيدلي؛ کوم چې الله تعالی د مخلوقاتو د ژوندانه پرمختګ لپاره وضع کړي دي. د انسانانو او ټولو موجوداتو په خلقت او طبيعت کې د بدلون راتلو په وجه؛ د هغه څيزونو خوځښت او توقف زیانمن شوی؛ کوم چې د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو د چاپيريال د… نور لوستل »