نړۍ

لیبیا: طرابلس دافغاني جهاد یوه مجاهد فتحه کړ

Abdul_hakim_bulhaj_libia(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۵) طرابلس: دلیبیا پلازمینه اود قذافي څلویښت کلنی تخت دعبدالحکیم بلحاج ترقومانده لاندی برید کونکو فتحه کړ عبدالحکیم بلحاج په افغانستان کی دروسانو په خلاف جهاد کي یووتلی اوتکړه مجاهد وو، چي وروسته یی له خپلو بچیانو سره یوځای له لیبیا څخه افغانستان ته هجرت وکړ، دمعمرقذافي داخیرني مرکز (شاهی تخت) باب العزیزیه له فتحه کیدو څخه وروسته  دوسلوالو قومندان عبدالحکیم بلحاج  خبریالانو ته وویل چي شاید قذافي به کله هم دافکرنه وو کړی چي دهغه چاله لاسه به یی تخت چپه کیږي څوک چي دده په زندان کي دیو عادي مجاهد په توردبند شپي.

او ورځي تیرولي، نوموړي زیاته کړه تیرکال همدغو شپوورځو کي په طرابلس کي دلسو نورو ملګرو سره یوځای خوشی شوم، ښاغلي عبدالحکیم بلحاج دلیبیا دپلازمیني طرابلس دازادي لپاره دبریدکونکي ځواک قومندان ټاکل شوی وو، نوموړي له دی سره سره چي پرطرابلس باندی یی دټول برید قومامنده په غاړه درلودله خپل اته سوه خاص روزل شوی کسان یی هم په څنګ کی ورسره وو، دغه اته سوه ټول هغه کسان وو چي دنوموړي له لوري فکری بدني اوذهني روزل شوی وو، اکثره یی هغه کسان چی له بلحاج سره نیول شوی یا یوځای سره تښتیدلي اوپه یوه سنګر کی یی جهاد سره کړی وو.

نوموړي دطرابلس له فتحه کیدو څخه دوي ورځي مخکي دطرابلس دفتحی دبریدقومندان وټاکل شو، له دي څخه مخکي دلیبیا دانتقالي مرکزي شوراي دځواکونو په لیکوکي دقذافي په وړاندي دجنګیدونکو اسلام پلوه وسلوالو مشروو، دا هغه وسلواله ډله ده  چي د تیرو شلوکلنو په اوږدو کی یی دلیبیا دحکومت په مخالفت لاس پوري کړی وو، ډیرځلی یی ډیرملګري دقذافي داداري له لوري نیول شوی اوتعذیب شوی وو، څه نوری وژل اوله هیواد څخه شړلو ته اړکړل شوی وو، اوددغي ډلي ډیر غړو په افغانستان دروسانو په مقابل کي جهاد هم کړی وو.

دغه اسلامي پلوه ډله چي اوس یی دلیبیا دمرکزی انتقالي شورای په څنګ کي دقذافي دنظام په خلاف په وسلوال جنګ باندي لاس پوري کړی وو، چي مشري عبدالحکیم بلحاج کوله  کوم چي تیرکال له په طرابلس کی له زندان څخه خوشی شوی وو، اصل کی ددغلي ډلی بنیاد هغو مجاهدینو ایښي وو، څوک چي دروسانو له سکوت څخه وروسته بیرته لیبیا ته راګیرځیدلي وو،دډلي اولني بنسټ ایښودونکي ښاغلي ابواللیث الیبي وو، ابوللیث الیبی دالقاعدي دوژل شوی مشر اسامه بن لادن له ډیرو نیژدوملګرو اومرستیالانو څخه وو.

ښاغلي بلحاج چي په کال ۱۹۶۶ کی یی دغی دنیاته سترګي روڼي کړی وي، دوي میرمني لري چي یوه یی دمغریب اوبله یی دسوډان هیواد اوسیدونکی ده، نوموړي په کال ۱۹۸۸ کی له لیبیا څخه وافغانستان ته هجرت وکړ بلحاج په افغانستان کی دروسانو په خلاف جنګ ګي ډیرځلی له مجاهدینو سره برخه اخیسته وه اوڅو ځلی زخمي شوی هم وو، له افغانستان څخه علاوه ځینی نورو هیوادونو کی لکه پاکستان،ترکیه سوډان کی هم اوسیدلی دي.

عبدالحکیم بلحاج په کال ۲۰۰۴ کي دامریکایانو له لوري په افغانستان اوبیا به مالیزیا کي بندي شوی اوپه په تایلند کي امریکایی څارګري اداره په توقف خانه کي پاته شوی چي وروسته بیا دلیبیا حکومت ته سپارل شوی وو، نوموړي په کال ۲۰۰۹ کی هم یوپلاپه لیبیا کي دلیبیا دحکومت په خلاف وسلوال جهاد اعلان کړ، چي وروسته دلیبیا دحکومت له لوري ونیول شو.

بلحاج داسلام پلوه ډلو په منځ کي دابی عبدالله الصادق په نامه سره شهرت اودلیبیا داسلام پلوه ډلو په منځ کي د یودیرسخت اونه ماتیدونکي جنګیالی په صفت باندی یاديدي.

دشرق الاوسط په نامه سره ورځپاڼي خبرنشرکړي وایی چي عبدالحکیم بلحاج چي دلیبیا دحکومت په خلاف راپورته شوی مرکزي انتقالي شورای له جنګیاليو سره یوځای دقذافی په وړاندي جنګیدي اته سوه خاص روزل شوی وسلوال یی درلودل اودقذافي دنظام په راپرزولو کی دنوموړي ډلی مرکزي رول درلودي، نو هغه وو چي دطرابلس دفتحي په اخیرني معارکه کي نوموموړي دبریدعمومي قومندان وټاکل شو.

دلیبیا حکومت په افغانستان کي دروسانو له ماتي څخه وروسته  وهیواد ته له افغانستان څخه دراګیرځیدونکي  اسلام پلوه ځوانانو په خلاف یوپراخ کمپاین پیل کړی وو، چي په کال ۱۹۹۵ کی یی ددغي ډلی اکثره غړی شهیدان کړل ۱۸۰۰ کسان یی ځیني زندانیان کړل، چي بیا په کال ۲۰۰۸ کی دسنه مذهبه مشرانو په توسط دقذافی دزوی سیف الاسلام له لوري ډیری اسلام پلوه زندانیان خوشي شول.

تیرکال دمارچ په میاشت کی قذافی په لیبیا کی اسلامی ډلی ۱۰ مشران خوشي کړل چي په هغو یو هم دلیبیا دوسلوالي اسلامي ډلي مشر عبدالحکیم بلحاج وو، له نورو مشرانو څخه ابوالمنذز الساعدي وو، چي دمذهبي چاروپخواني مسؤل وو، اوهمدارنګه دریم نفر خالد الشریف وو، چي دګوند امنیتي اوعسکري چارومسؤل وو.

بخت الرحمن بخت …………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x