افغانستان

هرات: ترافیکي پېښې۹ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی او له امله یې ۹ مسافر وژل شوي.

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دغه موټر د بادغیس ولایت څخه د هرات ولایت ته راتلو چې د بندسبزک نومې سیمې سره چپه شو.

راپور کاږي چې په پېښه کې ۲ مسافر ټپي شوي دي.

د دغې ترافیکي پېښې لامل لا تر اوسه مالوم نه دی، خو هغه سیمه کې چې موټر چپه شوی، ډير پورته او خطرناکه ګولايي لري او زیات وخت په کې موټر چپه شوي.

په تېرو کلونو کې هم په دغه سیمه کې څو موټر د غره نه لاندې غورځېدلي دي.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې زیات شمېر وژل شوي د کسان د بادغیس ولایت اوسېدونکي دي.

په روان کال کې یواځې په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي.

د ترافیکي پېښو لامل تېز چلونه، بې احتیاطي، د لارو خرابی او د ترافیکي علامو نه شتون ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x