افغانستان

یوناما مشره امنیت شورا ته: پر افغانستان مالي بندیزونو بانکي سستم فلج کړی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): په افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې وايي چې پر افغانستان اقتصادي بندیزونو د دغه هیواد بانکي سستم فلج کړی دی او د اقتصاد ټولو اړخونو باندې یې اغېز غورځولی دی.

دیبرا لاینز چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته یې وینا کوله وویل چې د افغانستان داخلي ناخالص تولیدات (جي ډي پي)  شاوخوا ۴۰ سلنه کمه شوې ده، نغدې پيسې ډېرې کمې شوې دي او تجاران نشي کولای چې د کریډيټ لیټر (د بانک تضمین دی چې تجار ته یې ورکوي)  ترلاسه کړي او هغه خلکو چې کلونه کلونه يې کار کړی او پیسې یې سپما کړې وې اوس خپلو پیسو ته لاسرسی نه لري.

د یوناما مشرې زیاته کړې چې افغانستان کې د توکو نرخونه لوړ شوي دي، ملکي مامورینو ته پوره معاشات نه دي ورکړل شوي، په روغتونونو کې درمل په ختمېدو دي.

هغې دغه ټولنیز او اقتصادي سستم د تړل کېدو لامل د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو، غیر بشري مرستو د بندیدو او نور بندیزونه ښودلي دي.‎

د یوناما مشرې تاکید کړی چې د رسمي اقتصاد دوامداره خرابولی به غیررسمي اقتصاد او د مخدره توکو، وسلو خرڅلاو او انساني قاچاق پراختیا ته وده ورکړي، چې دا به په ابتدا کې افغانستان ته زیان رسوي او وروسته به ټولې سیمې ته سرایت ورکړي.

همدا راز  د بانکي سستم فلج کېدل به د مالي سستم ډېره برخه غیرقانوني چې هيڅ ډول حسابده نه دي خواته کش کړي چې دغه چاره به د ترهګرۍ په تسهیل، انساني او مواد مخدره قاچاق کې کمک وکړي.

د یوناما مشره په داسې حال کې پر افغانستان د بندیزونو د بدو عواقبو په اړه خبرداری ورکوي چې تېره ورځ  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا څخه وغوښتل ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي، ځکه دا دولس غوښتنه ده، نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی که چیرې حالت همداسې دوام وکړي ښايي افغان ولس له سختو ستونزو سره مخ شي، سیمې او نړۍ ته پراخ بشري، اقتصادي او د کډوالۍ کړکیچ وزیږوي.

د یوناما مشرې د نجونو د تعلیم او د مکتبونو د خلاصولو په اړه هم ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکړي دي او په وینا یې طالبانو ورته ویلي دي چې دوی د یو طرزالعمل په جوړولو کار کوي څو په د نجونو د تعلیم لپاره امن محیط جوړ کړي.

هغې ویلي دي چې په ځینو ولایتونو کې مکتبونه خلاص دي خو په ځينو نور کې بند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خبره ما څو روځی مخکی وکړه چی پکار شی، شپه او روځ کار وکړی، اصلاحات را منځ ته کړی، ځانو نه عیار کړی، دنیا په عمل کی وښیی غیر له هغه به ډیر زر به دا دوه دری بانکونه هم بند شی. خو ګورو چی شاته روان یو په عوض د دی چی مخی ته ولاړ شو. هر ملا له خپلی ګیډې لګیا دی فرمانونه را وباسی. د تعلیم سیستم اسلامی کوو یعنی چی مخکی خلکو کفری درسونه ویل. یوه جمله ضد د اسلام به په پخوانی نصاب تعلیمی کی پیدا کړی بیا ووایی چی تعلیمی نصاب اسلامی کوو.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx