افغانستان

کرزي د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر څرګندونې د تبصرې وړ نه دي ګڼلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر پر څرګندونو له تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده خو نوموړی یې ملي وحدت او اتحاد ته ترغیب کړی دی.

تېره ورځ د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په یوه غونډه کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار «لوی مجرمین» ګڼلي وو او په وینا یې دوی ته یې عفوه کړې او ساتنه يې کوي.

حامد کرزي د یاد وزیر د خبرو په تړاو پر خپل فیسبوک او ټویټر ولیکل چې د یاد چارواکي څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼي.

کرزي زیاته کړې وه چې  دی د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزیر ته «توصیه کوي چې ملي وحدت او اتحاد او اتفاق د ګران هېواد د عزت او د یو با ثباته ملي نظام د جوړیدو لاره ده.»

افغان حکومت او نورو پخوانیو چارواکو تر دې دمه د امربالمعروف و نهی عن المنکر د وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

حامد کرزی، ډاکتر عبدالله او فضل هادي مسلمیار د تېر حکومت د لوړ پوړو چارواکو له جملې څخه دي چې تر دې دمه په افغانستان کې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

دا خلک څنګه په مړو سترکو اوس هم په ډيرى بي شرمۍ سره په عامه ميډيا راځى. اوس هم د شرم يو څاڅکى پکى نه ليدل کېږي. الله سبحان وتعالى دى هر مسلمان له داسى عاقبت څخه وساتي.

احمد

پښتو کې مونږ متل لرو وايي چې سر یې نه وهې زړه یې مه بدوه .نو کله چې عفه مشرتابه اعلان کړه بیا هسې او دسې خبرې بې ځایه دي . هسې خو ټول پوهیږي چې ( غوا توره او پۍ (شیدې) یې سپینې دي .

عبدالمالک همت

د امر بالمعروف و نهي عن المنکر محترم وزیر محمد خالد حنفي باکل حقه خبره کړې ده، يو ثابت مجرم حق نه لري چي د افعانستان اسلامي امارت چلرواکو ته توصيې وکړي. او د ا.ا.ا. عفو شرعاً په حقوق الله کې کېدای سي، خو حق العبد د متضررو بنده ګانو حق دی، هغوی کولای سي، هر يو اړو مقاماتو ته رسماً عارضان سي او په محاکومو کي د دعوو په اقامه کولو سره له خپل مدعي عليه څخه خپل حقه حقوق وعاړي. مطلب د بنده حق هيڅوک نه سي بخښلای.

اسلام زنده باد

وه وروره دی هیواد کی سوک سپینه کوتره ده ؟؟؟ بس دی نور نفاق ته زور مه ورکوی؟؟؟ ایاطالبانو بیګناه انسانان نه دی وژلی؟؟ ایا خلقیانو او پرچمیانو ظلم او قتلونه نه دی کری؟؟ اینا مجاهدینو ظلم او قتل لژ کری؟؟؟ په لحاظ دخدای نور بس ده. تقریبا په هر کور کی یا خلقی شته یا پرچمی یا مجاهد یا دجمهوریت- امریکا طرفدار، یا دطالب طرفدار. نو چی عفوه شول نو وروسته بیا خبری و دنفاق او رتلو هدف بیا سه دی/؟؟ توله ته معلومه ده چی کرزی حکمتیار عبدالله او … توله غت مجرمین دی. که خبره د حق… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

د اشغالگرو لاسپوسی زان مجرم نه بولی او فکر کوی اعاده د شخصیت وکری ، او نن تکی آسیا ته حیران یم د لاسپوسو او مجرمینو د تاریخ ، نطر ته هیس ارتیا نشته چی بحث پری جور کری او د دوی په نظریاتو د زوریدلی ملت ذهنونه وزوروی !

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx