شعـــــرونه

د تا ویلو، ماویلو په کیسه کې نه یو/ محمودي

سيد محمد محمودي

د بل له جَوره ګوره دومره په خطره کې نه یو
لکه له خپلو، چې د امن په سایه کې نه یو

ترڅو چې خلک مو ارزښت، قدر ونه پېژني
غمي به یو، مګر د چا په خزانه کې نه یو

منو، ګیله لرو، هو، دا کمزوري شته راسره
خو لکه نور د بغاوت په اراده کې نه یو

مونږ کړې ژمنه مکمله کړه، وفا مو وکړه
او اوس یې هم کوو، خو صرف په صحنه کې نه یو

لګیا یو، نور هم پاک ارمان ته تقدس ورکوو
د تا ویلو، ما ویلو په کیسه کې نه یو

څوک دې بیا نه وایي، چې وه محمودي ورک ولې یې
ضرورت بل خوا چېرته وړي یو، مارجه کې نه یو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Masoom Afghan

او اوس هم کوو، خو صرف صحنه کې نه يو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx