افغانستان

کابل ښار کې د داعشیانو له منګولو ۵ میرمنې او ماشومان ژغورل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو تیره شپه د کابل ښار په سرای شمالي کې د عملیاتو پرمهال د داعش وسله والو یو ستر پټنځای له منځه وړی او د هغوی له منګولو څخه یې ۵ تنه میرمنې او ماشومان ژغورلي دي.

د کابل ښار امنیتي مسئولین وايي، تیره شپه یې د کشفي معلوماتو په اساس د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند سرای شمالي کې د داعشي «فتنه ګرو» پر یو پټنځای ځانګړي عملیات ترسره کړي.

د مسئولینو په خبره په دغو عملیاتو کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي، یو تن ژوندی نیول شوی او د هغوی له منګولو څخه ۲ میرمنې او درې ماشومان هم ژغورل شوي دي.

مسئولین وايي، د عملیاتو پرمهال د داعش وسله والو پټنځای په بشپړه توګه له منځه وړل شوی او د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل ښار په لویدیځ کې د مسافرو په تونس ډوله موټرو دوه بیلابیلې چاودنې وشوې او پړه هم یې دداعش وسله والو په غاړه واخیتسه. په دغو چاودنو کې یو مسافر وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو او د اسلامي امارت له بشپړې واکمنۍ وروسته دا دویم ځل دی چې په کابل ښار کې وسله واله نښته ترسره کیږي، د کومې له کبله چې د ښاریانو ترمنځ اندېښنې راټوکېدلي دي.

خلک شکایت کوي چې په هېواد کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او اسلامي امارت له واکمنۍ سره د هېواد له لویو زندانونو څخه د اسلامي امارت د منسوبینو ترڅنګ په زیات شمېر کې جنايت کاران او د داعش جګړه ماران هم خوشې شوي او همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه ترسره کیږي.

دوی د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کوي چې په ښارونو او کلیوالي سیمو کې تصفیوي او چاڼیز عملیات په لاره واچوي او هغه نامسئول وسله وال او جنایت کاران بې وسلې کړي، چې د خلکو ژوند ګواښي او عامه نظم اخلالوي.

د اسلامي امارت مسئولینو که څه هم د «صفونو د تصفیې» په نوم د پروسې د پیل اعلان کړی؛ خو هېوادوال ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ سره د ملکي تلفاتو او جګړو کچه صفر ته راټیټه شوې؛ خو بیا هم په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې ولس یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

داعش خبیثه طایفه ده پکار ده چې شپه او ورځ دا خبیثان تعقیب شي او له مرګ پرته بله جزا ورنکړل شي ځکه دا کفري فوځ ده او داسلامي نظام خلاف یې بغاوت کړئ د دوی جنګ هیڅ مشروعیت نه لري .د دوی مرګ د فتنو ختم انشاءالله

طوطی

احمد ته: هغوی تاسو نه پوښتی چی آیا ستاسو جنګ څه مشروعیت درلود کله چی امریکی اعلان د وتلو وکړ؟ تاسو له کافرو سره توافقات امضاء کړل، خپل تعهد مو مات کړ چی کابل ته به په زور ننوځو چی سبب یی دا شو چی خلک له لوږی او قحطی سره مخامخ شی، اوس مو قصاص شروع کړی هر څوک چی په ګیر درشی په نوم د داعش یی وژنی آیا د تاسو په مقابل کی اوس جهاد روا ندی؟ نن سبا ارزګان چی د طالبان اصلی مرکز وه هلته اوس څلور پنځه کسه یو ځای نشی ودریدلی، که ولیدل… نور لوستل »

مسرور

تاسي كفري حمارتيان ياست او بي ګناه مسلمانان وژنی
ان شاء الله دا ظلمونه به مو ډیرزر ختم شی
او باداران به مو هم ناراضه وی

طوطی

دا د الله ج قول دی چی د هر ظالم پر سر به حتمی یو ظالم راځی چی هغوی ختم کړی. زه چی ګورم داعش روځ تر بلی قوی کیږی او زیاتیږی. یو بله خبره چی د پام وړ ده: هغه طالبان چی پخوا په کلیو او بانډو کی اوسیدل اوس ټول له یوه سره حکومت ته ورغلی څوک په پوستو کی دی څوک هم په کنډکنو او عسکری ځاینو کی. د هغوی ځایونه ټول یا د پخوانی رژیم کسانو نیولی په کلیو کی یا هم داعش. د مثال په توګه: د نورستان په وایګل ولسوالی کی بیروباز د هغو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx